8 Aug 2026, 13:39 UTC19 views2 reactionsread 8 August 2026 کلِـــــــــمهَ دلااِلـــــــــــــــهَ ااِلاَّ اللَّه ده
دویــــم جــزیــــې مُحَمَّد رسواللَّه ده
پکښې نغښتې څه عجبه لوی رازونـه
بل دخدای په وحدانیت باندي ګویاده
صفا کیږې پـــرې دزړه ټول ګناهــونه
په خــوله سپکه اوسنګینه په معناده
چي په صدق او ایمان باندي یه لوَلې
حقیقې بـــنده هـغه دلـوی اللَّهﷻ ده
عبیده وصال! هم شکر په هـردم کړي
چي دخدای په وحدانیت باندي آګاده
عبیده وصال
#نوښتګرشاعران
❤1👍1
8 Aug 2026, 12:21 UTC22 views3 reactionsread 8 August 2026 مصطفی
بدر الدجی مصطفی
خیر الورا مصطفی
پر تا درود او سلام
ماښام بیګا مصطفی
داستا له رویه پیدا
دنیا عقبا مصطفی
دبشریت سترلارښود
زموږ رهنما مصطفی
له مودو تږی راغلم
یو دیدن را مصطفی
زلفي والیل مصطفی
مخ والضحی مصطفی
فاتح فرهاد واخلمه
دا ستا بلا مصطفی
فاتح فرهاد
#نوښتګرشاعران
❤2👍1
8 Aug 2026, 10:20 UTC21 views2 reactionsread 8 August 2026 موُمنه وروره
دنیا کې پۀ هیچا مه کړه تهمت، ګناه یې ډېره
مؤمنه د انسان مه کړه غیبت، ګناه یې ډېره
د خدای او رسول مینه کړه، کامیاب به شې هر ځای کې
ونۀ کړې د شیطان! تۀ محبت، ګناه یې ډېره
خپل نفس دې دوکه نۀ کړي، نېک اعمال کړه مسلمانه
ونۀ ساتې دنیا سره الفت، ګناه یې ډېره
صادق اوسه خبرو کې، وعدو باندې وفا کړه
چې ونۀ کړې له چاسره خیانت، ګناه یې ډېره
خپل زړه او ژبه دواړه په اذکارو تازه ساته
پام پرې نږدې د پاک رب عبادت، ګن…
❤1👍1
8 Aug 2026, 09:56 UTC21 views2 reactionsread 8 August 2026 🥀 واعتصِمُوْا بِحبلِ الله جمیعاٌ 🥀
اختلاف مه کړی اختلاف تعصب ضِدیت زیاتوي
اختلاف مه کړی اختلاف ڪرڪه نفرت زیاتوي
ورڪړی لاسونه دوحدت په امارت راټول شی
ورڪړی لاسونه داُخوت په امارت راټول شی
ستاسووحدت ستااُخوت درب نصرت زیاتوي
واعتصِمُوْا بحبلِ الله قرآن ته غاړه کښیږدی
ولاتفرقُوْا دخداي فرمان ته غاړه کښیږدی
امردخداي منل مو روعب اوهیبت زیاتوي
که هزاره دی که تاجک دی ددې خاورې بچی
پښتون بلوچ دی که ازبک دی ددي خاورې بچی
ه…
❤1👍1
8 Aug 2026, 08:59 UTC23 views2 reactionsread 8 August 2026 د دښت مارګو _#غمېزه
مرمه له تندي د لمر توندو پلوشو وخوړم
مورې دعا راته کوه د مرګ ریګو وخوړم
ژوند ته مې نوره هیله نشته، نا امیده یمه
یو غم د خپلې ګرانې مور بل د بچو وخوړم
زه خو په لټه د یوې ګولې ډوډۍ روان وم
مجبور له ډيرې غريبۍ او بې وسۍ روان وم
پاته پر نیمه لار،.تر خپل منزل ونه رسېدم
په وچه دښته کې له غېږ د زندګۍ روان وم
قسمت مو ورو ورو د اجل غېږې ته وړي له تندي
د سترګو وړاندې مې یو، یو ملګری مري له تندي
څومره بې …
💯2
8 Aug 2026, 04:32 UTC29 views2 reactionsread 8 August 2026 غزل !!!!!!!!
شونډي مي پرې دي پرې مسکا، نۀ لرم
دردو ځـــــــپلی یـــــــــم دوا، نــــۀ لرم
دغه اثـــــر زۀ لــــۀ غـــــرورۀ بـــولــــم
چــــي پـــر دنــــیا څـوک د دعا، نۀ لرم
وچـــه ډوډې خــورمۀ پـۀ نـــرۀ بانــدي
د غـــلامـــۍ هـــیــــڅ تـــقاضـا، نۀ لرم
پۀ رنـــګ بۀ ښۀ ښایســته ښــکارم درتۀ
خـــو د سنـــګر پۀ رنــــګ تــقوا، نۀ لرم
(خدایه) دا زړۀ مـــي کـــړۀ ښۀ نرم راتۀ
د شپې نیــمی کــي هیـــــڅ ژړا، نۀ …
👍1🫡1
8 Aug 2026, 04:24 UTC32 views3 reactionsread 8 August 2026 استقلال
مونږه په وینو خولو
مونږه کړو خپل استقلال
مونږه دسر په بیه
ټغر کړو ټول د اشغال
د استعمار له پنجو
مو کړ را خلاص ګران هېواد
شوه راستنه اذادي
په برکت د جهاد
کړو د حُریت له خوږو
مونږ برخمن زالجلال
څه فرعوني لښکرې
ولې راغلې دلته
سره د زبر ځواکه
وشرمېدلې دلته
دا مقدسه خاوره
یې شوه سبب د زوال
مونږ له وجوده تاوکړې
سترې جامې د بمو
فتحه مو را وستله
د خپل وجود پهْ هډو
او پرې مو نهْ ښودل
دجهاد لار پهْ هر حال
دی د زمر…
💯2👍1
8 Aug 2026, 04:00 UTC32 views6 reactionsread 8 August 2026 نوی بې مطلع غزل
ږدم درته په لاره کې هوار زړګی
ښکلیه پرې په ناز ناز قدمونه ږده
که غواړي چې لا دي مینان ډېر شي
زلفو کې دي سره او ژړ ګلونه ږده
ځې چې له زړګیو نه بهر وځي
مه وړه زړو کې هغه ارامونه ږده
لولي به یې هرڅوک ښه په خوندسره
په غزل کې ښه خواږه لفظونه ږده
ستا فاتح فرهادبه ستا ترڅنګه ځي
ته یې پر اوږه باندي لاسونه ږده
فاتح فرهاد
#نوښتګرشاعران
💯3❤2👍1
8 Aug 2026, 03:59 UTC31 views4 reactionsread 8 August 2026 ګنهګار زړه او ګنهګارې لپې
نیولي ما درته نا چارې لپې
ته یې کړه ډکې له رحمته راته
خدایه! زما دا خطاکارې لپې
ستا لور ته ما دي خوزولي الله
سترګې مې تاته دي نیولي الله
د ګناهـونو مغفرت غواړمه
لاسونه ما دي لپه کړي الله
د رحمتونو له درشله چېرې
رد مې ته مه کړې توبه ګارې لپې
مانه ګناوې دم په دم شوې دي
سهوې خطاوې هر رقم شوې دي
بښنه غواړم درته ګرم یمه زه
مانه د تلو په هر قدم شوې دي
درته په مړو سترګو ولاړ یمه زه
راوړي ما دې شر…
🫡2❤1👍1
7 Aug 2026, 17:25 UTC36 views6 reactionsread 8 August 2026 غزل
آشنا داسي زمانه ده هیڅ نه کېږي
بې باوره یارانه ده هیڅ نه کېږي
د پخوا په شان غږېږې نه بلبله
تته شوې یې نغمه ده هیڅ نه کېږي
هېروی دي نه شم دنګه یاره راشه
پر زړه بله مې لمبه ده هيڅ نه کېږي
جل وهلی پروت په سوې کربلا یم
بیخي ټکنده غرمه ده هیڅ نه کېږي
د ثواب ځای چې بیا راشي داسي وایي
ډکه شوې پېمانه ده هیڅ نه کېږي
د خدای لاره مقدسه ده اسانه
ځیني وایي عجیبه ده هیڅ نه کېږي
اوس د ځان څېره لیدی نه شم راشده
ماته شوې م…
❤4👍1🥰1
7 Aug 2026, 17:17 UTC36 views7 reactionsread 8 August 2026 غزل!
شپه لۀ دردونو سره تېره شې سحر لټوم
حسن دي دومره مئین کړی یم چي لمر لټوم
ليونۍ مينه د بلها اثر يې کړی پر ما
ورکه لالیه ستا د دوو سترګو نظر لټوم
همېش خبرو کې تکرار د جانان ډیر کومه
نوم د ها تللي په مجلس کي مکرر لټوم
که انقلاب ستا د یادونو داسي ګرځي اشنا
زه به تر څو پوري تور غرونه او بهر لټوم
که لۀ اسمانه غیبانه غږ د مرګي را وشي
لا بۀ هم ستا هغه سپین مخ لکه قمر لټوم
هلته دا ستا ديدن دی ځکه ژوندون نۀ غواړمه
س…
❤5👍1💯1
7 Aug 2026, 16:55 UTC35 views5 reactionsread 8 August 2026 خوږ دی له شاتو او خوږ له ګبین
درود او سلام پر آقا نازنین
لوړ تر یوسف یې کمال او جمال
دی له قمر او له شمس نه حسین
دی په قرآن کې نبیّ الرحمۃ
هم دی موصوف په طاها او یاسین
خپل او پردو وُ منلی امین
نام یې پر ژبو مدام و ریښتین
ډیر یم ناتوانه چې درشم تر تا
یم خوار واصل په عجم کې غمګین
واصل غافر
#نوښتګرشاعران
❤4🫡1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @mzmzmzmzmzmzmzmzmmz. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.