8 Aug 2026, 11:16 UTC10 views2 reactionsread 8 August 2026 مصطفی
بدر الدجی مصطفی
خیر الورا مصطفی
پر تا درود او سلام
ماښام بیګا مصطفی
داستا له رویه پیدا
دنیا عقبا مصطفی
دبشریت سترلارښود
زموږ رهنما مصطفی
له مودو تږی راغلم
یو دیدن را مصطفی
زلفي والیل مصطفی
مخ والضحی مصطفی
فاتح فرهاد واخلمه
دا ستا بلا مصطفی
فاتح فرهاد
#بست_بصري_څانګه
❤2
Signed فاتح فرهاد
8 Aug 2026, 08:58 UTC13 viewsread 8 August 2026 د دښت مارګو _#غمېزه
مرمه له تندي د لمر توندو پلوشو وخوړم
مورې دعا راته کوه د مرګ ریګو وخوړم
ژوند ته مې نوره هیله نشته، نا امیده یمه
یو غم د خپلې ګرانې مور بل د بچو وخوړم
زه خو په لټه د یوې ګولې ډوډۍ روان وم
مجبور له ډيرې غريبۍ او بې وسۍ روان وم
پاته پر نیمه لار،.تر خپل منزل ونه رسېدم
په وچه دښته کې له غېږ د زندګۍ روان وم
قسمت مو ورو ورو د اجل غېږې ته وړي له تندي
د سترګو وړاندې مې یو، یو ملګری مري له تندي
څومره بې …
Signed سعادت مل
8 Aug 2026, 06:00 UTC15 viewsread 8 August 2026 استقلال
اخیستی مو له ټول جهان مجال دی
استقلال دی
هیواد مو رب خلاص کړی له اشغال دی
استقلال دی
لښکرې د غربيانو مو ایستلې له وطنه
خړپړ طالب ملنګ مو کلیوال دی
استقلال دی
چې څوک هم دی په زور دلته راغلی دنیاوالو
له هغو مو ورکړی د ځان حال دی
استقلال دی
سپین توغ محمدي دارګ په سرباندې رپیږي
د مینې ډک سهار نری شمال دی
استقلال دی
نن ورځ یې د لمانځلو د اسد څلورویشتمه
سهیله، چې خوشحال هر هیوادوال دی
استقلال دی
سهیل جان
#بست…
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
8 Aug 2026, 05:58 UTC15 views2 reactionsread 8 August 2026 غزل !!!!!!!!
شونډي مي پرې دي پرې مسکا، نۀ لرم
دردو ځـــــــپلی یـــــــــم دوا، نــــۀ لرم
دغه اثـــــر زۀ لــــۀ غـــــرورۀ بـــولــــم
چــــي پـــر دنــــیا څـوک د دعا، نۀ لرم
وچـــه ډوډې خــورمۀ پـۀ نـــرۀ بانــدي
د غـــلامـــۍ هـــیــــڅ تـــقاضـا، نۀ لرم
پۀ رنـــګ بۀ ښۀ ښایســته ښــکارم درتۀ
خـــو د سنـــګر پۀ رنــــګ تــقوا، نۀ لرم
(خدایه) دا زړۀ مـــي کـــړۀ ښۀ نرم راتۀ
د شپې نیــمی کــي هیـــــڅ ژړا، نۀ …
💯2
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
8 Aug 2026, 02:21 UTC17 views3 reactionsread 8 August 2026 نوی بې مطلع غزل
ږدم درته په لاره کې هوار زړګی
ښکلیه پرې په ناز ناز قدمونه ږده
که غواړي چې لا دي مینان ډېر شي
زلفو کې دي سره او ژړ ګلونه ږده
ځې چې له زړګیو نه بهر وځي
مه وړه زړو کې هغه ارامونه ږده
لولي به یې هرڅوک ښه په خوندسره
په غزل کې ښه خواږه لفظونه ږده
ستا فاتح فرهادبه ستا ترڅنګه ځي
ته یې پر اوږه باندي لاسونه ږده
فاتح فرهاد
#بست_بصري_څانګه
❤3
Signed فاتح فرهاد
8 Aug 2026, 01:12 UTC14 viewsread 8 August 2026 د اسد 24 داستقلال ورځ مو مبارڪ شه
مثالونه یې بلها دي،خو قریب یې دا مثال دی
د اسد څلېریشتمه،پرزولی مو د جال دی
استقلال دی استقلال دی استقلال دی استقلال دی
د نړی و هر سر زور ته
مو اغوستی دی په زوره
په کفن کې مو پوښلي
غورځولي مو له شوره
را کتلي چې چا چپ دي،نسکور کړی م په هر حال دی
په سرو شګو کې پاخه شو
خو تیر نه شو له اسلامه
د یرغل په وړاندې کلک
راسره تل ولاړ یې قامه
ستا ستاینه به کومه،ستا مثال د تور بلال دی
د عمر …
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
7 Aug 2026, 18:01 UTC12 viewsread 8 August 2026 Forwarded from @Khubaib_3
محترم چنار فاروقي صیب درسره وڅارﺉ دخواږه اواز څښتن دی
Signed حافظ خیرالله خبیب
7 Aug 2026, 18:01 UTC12 viewsread 8 August 2026 دلته وخت پروخت دمحترم
چنارفاروقې صاحب
نوی اوزړی ترانی نشریږي
تاسوراسره ملګري شی مننه
https://t.me/Sliman81
Signed حافظ خیرالله خبیب
7 Aug 2026, 17:16 UTC17 viewsread 8 August 2026 غزل!
شپه لۀ دردونو سره تېره شې سحر لټوم
حسن دي دومره مئین کړی یم چي لمر لټوم
ليونۍ مينه د بلها اثر يې کړی پر ما
ورکه لالیه ستا د دوو سترګو نظر لټوم
همېش خبرو کې تکرار د جانان ډیر کومه
نوم د ها تللي په مجلس کي مکرر لټوم
که انقلاب ستا د یادونو داسي ګرځي اشنا
زه به تر څو پوري تور غرونه او بهر لټوم
که لۀ اسمانه غیبانه غږ د مرګي را وشي
لا بۀ هم ستا هغه سپین مخ لکه قمر لټوم
هلته دا ستا ديدن دی ځکه ژوندون نۀ غواړمه
س…
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 17:50 UTC17 views2 reactionsread 8 August 2026 د نظام مخالیفینو ته!!!!!
د ســمیع سادات د څـــو بچــو ســـر پــرېکول، کوو
دا ځـل بخښل نشـــته پــــر میـــــډیا دغه ویل، کوو
دا فکر دي نۀ وهي چي بیا بۀ مــو معاف کړي دوئ
څوک چي مو ګلان ولـــي تــــر داره پورې وړل، کوو
مـــــوږ نۀ پۀ بمـــبار نۀ په زنـــــدان بانــــدي پر وا کوو
څوک چي امن نۀ پرېږدي پر زړۀ زړۀ یې وشتل، کوو
ځیـــنې شـــوه تســلیم ځینې پۀ تېښته بریالي شولۀ
بیا که ټــــوپــــک واخـــلي د سرو بۀ یـــ…
💯1🕊1
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
6 Aug 2026, 14:28 UTC19 viewsread 8 August 2026 غزل!!
زۀ پۀ خپل حال او کۀ پۀ تا وژاړم
پۀ چا زړۀ وخورم او پۀ چا وژاړم؟
زۀ چې خالي لاسونه کور ته راشم
چې مې بچي شي پۀ ژړا، وژاړم
د ثروتمندو وي ښۀ ډیر ملګري
زۀ پۀ تنګسه کې یک تنها وژاړم
چاته له چانه ګيله وکړم او زۀ؟
د چا پۀ جبر او جفا وژاړم
له مانه خپله بې وسې هېره شي
پۀ درد د نورو چې اشنا وژاړم
شي را پۀ زړۀ خپله بايللې مینه
یار چې له یاره شي جدا وژاړم
کاش مورې بیا درته ماشوم شم، او تۀ
بیا راته ناز راکړې، او بیا …
Signed سعادت مل
6 Aug 2026, 12:39 UTC17 viewsread 8 August 2026 *ميده ميده اوريږي*
لکه پسرلي کې چې باران ميده ميده اوريږي
پر ما يادونه د جانان ميده ميده اوريږي
هر يو د کلي مازديګر څه بې قراره ښکاري
پکي دګران شهيد ارمان ميده ميده اوريږي
هغه دکومې مورکۍ زوی دښتو رېګو خوړلی
چې لر او بر کې يې داستان ميده ميده اوريږي
پۀ بل وطن کې مسافر وروڼه پۀ ياد وساتی
پر زړو يې ګران افغانستان ميده ميده اوريږي
يتيم د خپل شهيد پلارجان دی د راتلو پۀ تمه
ځکه پۀ خوله يې بابا جان ميده ميده اوريږي
(…
Signed بريال هلمندی بريال هلمندی
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @khubaibaa. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.