13 Jul 2026, 06:35 UTC18 views2 reactionsread 9 August 2026 دانه دانه
راځه نوري به پرېږدو دا ګیلې دانه دانه
راځه چي بیا شروع کړو قصیدې دانه دانه.
احسان د څه شکرو او خوږو راباندي وکړه
راوشینده خبري دي له خولې دانه دانه.
ته لاس راکړه لالیه چي له سره دي مرید شم
را وسپاره د میني وظیفې دانه دانه.
چي سر ګریوان ته ټیټ کړمه او ښه مراقبه شم
را یادي شي ها تیري خاطرې دانه دانه.
راځه ورباندي کېږده نازولي قدمونه
هواري د زهیر د زړه ټوټې دانه دانه.
ذبیح الله زهیر.
❤2
Signed ذبیح الله زهیر
13 Jul 2026, 06:35 UTC17 views2 reactionsread 9 August 2026 د مور دعاوي.
رانه تاو لکه دیوال لکه کلاوي
مل مي هرځای د مورکۍ د خولې دعا وي.
کچکول لپي یی د خدای در کي نیولي
رسېدلي یی تر ما پوري شعاوي.
ارمانونه به مي یو، یو پوره کېږي
خپلومه به په هرځای کي بریا وي.
داچي روغ له خطرو یم را وتلی
په تندي باندي وهلي مي بلاوي.
د زهیر د کور ښکلا د هغه مور ده
خدایه مه وړه د هیچا دکور ښکلاوي.
ذبیح الله زهیر
❤2
Signed ذبیح الله زهیر
5 Jul 2026, 05:29 UTC25 views1 reactionsread 9 August 2026 انتظار
را تېره مو کړه ټوله زندګي په انتظار
خوړلي مو د ګل غوندي ځواني په انتظار.
د ورځي هر ساعت ته مې په ګوتو حساب کړی
تیر شوي مې دي واړه ماښامي په انتظار.
ګلاب ته رسیدل خو څه وړه خبره نده
پراته یی دي په لاره کي اغزي په انتظار.
په دې لار کي خوړلي مي بې شمیره تندکونه
چي نور به راته څومره راکوي په انتظار. ؟
زهیر دي د راتلو لاري تر دې حده څارلي
خوړلی یی د سترګو دید بیخي په انتظار.
ذبیح الله زهیر.
❤1
Signed ذبیح الله زهیر
5 Jul 2026, 05:29 UTC21 views1 reactionsread 9 August 2026 د هجران ترخو شیبو یم په سر کړی
د شکرو څه احسان راباندي وکړه.
ملغلري کلیمي وشینده یاره
د خبرو خوږ باران راباندي وکړه.
بې له تامي زندګي واړه نیمګړي
د دیدن یو، نیم تاوان راباندي وکړه.
غیږ دي تخت د سلیمان علیه سلام کړه
دیدنونه د جهان راباندي وکړه
پیرزویني په زهیر باندي پیرزو کړه
حسن ظن حسن ګمان راباندي وکړه.
ذبیح الله زهیر.
❤1
Signed ذبیح الله زهیر
Channel photo updated
14 May 2026, 06:51 UTC47 views2 reactionsread 9 August 2026 ګلاب
د اغزو منځ کي را لوي شوی ګلاب
ما په سینه باندي ټومبلی ګلاب.
باران یی قدر باندي نه پوهېده
سیلاب تر دې ځایه راوړی ګلاب.
تازه کوم یی د زړګي په وینو
د خزانونو باد وهلی ګلاب.
د هجر دښته کي په ملا راخم ده
د وصل تمي رژولی ګلاب.
د یار ښکلا کي زهیر څه ووایی؛
دومره ښایسته ده لکه ښکلی ګلاب.
ذبیح الله زهیر
❤2
Signed ذبیح الله زهیر
26 Apr 2026, 17:20 UTC54 views4 reactionsread 9 August 2026 له مودو وروسته څو کرښي!!!
د هجران ترخو شیبو یم په سر کړی
د شکرو څه احسان راباندي وکړه.
ملغلري کلیمي وشینده یاره
د خبرو خوږ باران راباندي وکړه.
بې له تامي زندګي واړه نیمګړي
د دیدن یو، نیم تاوان راباندي وکړه.
غیږ دي تخت د سلیمان علیه سلام کړه
دیدنونه د جهان راباندي وکړه
پیرزویني په زهیر باندي پیرزو کړه
حسن ظن حسن ګمان راباندي وکړه.
❤3👏1
Signed ذبیح الله زهیر
شاعر ذبیح الله زهير pinned a photo
20 Feb 2026, 16:36 UTC81 views5 reactionsread 9 August 2026 Photo
دپګړۍ ولونه!!
نغښتلي پکي ډیر ددې ولس دي امیدونه
خاونده وران یی مکړې د جانان د پګړۍ ولونه.
په یوه غږ پسي کړي هیوادوالو اقتداده
امام د ازادۍ نه ګډوډ مکړې رکعتونه.
تکل د ابادي کي یی شپه، ورځ په ځان یوه کړي
ودان به کړي، اباد به کړي، ړنګ کلي او ښارونه.
له ډیري مودې پس په یوه ټغر سره راټول دي
هیواد کي مو اوس نشته د سمط، ژبي توپیرونه.
اوزبک، تاجک، ترکمن، که هزاره او که پښتون ده
وطن، دین دي اباد وي بس همدا یی شعارونه.
پ…
❤5
Signed ذبیح الله زهیر
20 Feb 2026, 16:35 UTC68 views3 reactionsread 9 August 2026 بیتونه.
د میني په البوم کي مي ساتلي ملغلري
د چا له خولې وتلي څو خبري ملغلري.
په ناز او په ادا پسي یی مړ یمه عالمه
د جان او د قربا هغه سندري ملغلري.
د خیال په آینه یی رسموم او ورته ګورم.
په زړه کي ماتوم ورته شکري ملغلري.
«زهیر»یی د دوو سترګو په لیدو پسي زهیر یم
رک روغ به شم که واورم ها منتري ملغلري.
ذبیح الله زهیر.
❤3
Signed ذبیح الله زهیر
14 Jan 2026, 13:01 UTC101 views2 reactionsread 9 August 2026 غزل؛ ځواني
د ارمان اور کي دود کومه ځواني.
څه په قرار قرار بایلمه ځواني.
د بوډا توب پر لور مي ګام اخیستی
په نیمه لاره کي پرېږدمه ځواني.
د وخت ټکانو یی ریښې ایستلې
د امید ټال کي ځنګومه ځواني.
ما یی دوره د هوس ونه لیده
بس په دردونو تیرومه ځواني.
چیرته د میني سوداګر راګورئ!
زه هم کاندید یم، پرې پلورمه ځواني.
له نازک خیال ځیني دي ونه لوېږي
زهیره تا باندي سپارمه ځواني.
ذبیح الله زهیر
❤2
Signed ذبیح الله زهیر
2 Nov 2025, 17:19 UTC130 views4 reactionsread 9 August 2026 کرښي.
زندګي هم لکه څرخ د لویی ژرندي.
میده وي مو، ختمه وي مو تاوېدو کي.
اسمان څکي حوصلې هم را ړنګېږي
د توهین غشي که وخوري په لېمو کي.
مجبوریت، او تقاضا ده د حالاتو
کنې نه راتلل زهیر د چا پنجو کي.
زهیر
❤3👏1
Signed ذبیح الله زهیر
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @zabihullahzahir1. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.