16 Jun 2026, 15:56 UTC21 viewsread 9 August 2026 پښتنې خور ته!
اسلامي دود دی حجاب ، پښتنې خورې!
لیرې نڪړې ، پام! نقاب ، پښتنې خورې
په حجاب ڪې پټه اوسه لڪه حوره
پڪې ایښی رب ثواب ، پښتنې خورې
د ملالې ، ناهیدې په پله قدم ږده
ورځ راتلوونڪې د حساب ، پښتنې خورې
ته عزت د دې ڪاله یې ، دا ویلي
پرګنو دې ستا په باب ، پښتنې خورې
فرمایي ، وَقَرْنَ فِى بُيُوتِڪُنَّ ،
تاسؤ ته د خدای ڪتاب ، پښتنې خورې
د تقوا په رڼاګانو اسد وایم
ڪړه رنګین د زړه محراب ، پښتنې خورې
اسد حماس
Signed بلال نوري
16 Jun 2026, 10:40 UTC20 viewsread 9 August 2026 خطبة النکاح
الحمدلولیه والصلوة علی نبیه وعلی اله اصحابه المتادبین بادبیه ،
امابعد اغوذبالله من الشیطان الرجیم
بسم الله الرحمن الرحیم
یَا أیُّهَاالنَّاسُ التّّقُوا رَبَّکُمُ الَّذِی خَلَقَّکُم مِنْ نَفْسٍ وَاحِدَةٍ وَخَلَقَ مِنْهَا زَوْجَهَا وَبَثَّ مِنْهُمَا رِجَالاً کَثِیْراً وَنِسَاءَ وَتَّقُواللهَ الَّذِی تَسَاءَلُونَ بِهِ وَالْاَرْحَامَ اِنَّ اللهَ کَانَ عَلَیْکُمْ رَقِیْبا،
وقال النبی صلی الله علیه وسلم، یَامَ…
Signed بلال نوري
10 Jun 2026, 15:43 UTC20 viewsread 9 August 2026 چي ونکړي اثر په زندګۍ کي کتابونه
نو هسي دي بې ګټي په کوپړۍ کي کتابونه
په دا رنګه ټولنه کي به څه پرمختګ وسي
چي چیرته هم خرڅیږي په رېړۍ کي کتابونه
یو څه د رنګ سامان وو او یوه وچه دوډۍ وه
یتیم سره هیڅ نه وه په بستۍ کي کتابونه
اثر چي چا اخیستی وي د غرب له تمدنه
ماڼۍ که به شراب وي په کږدۍ کي کتابونه
سېنډل په کي له نازه د خوردې رنګه پراته وي
اوس نه ايږدي اکثر په المارۍ کي کتابونه
زلمي مو کتابونه کړي په شا کتاب ته شا ک…
Signed بلال نوري
17 May 2026, 08:18 UTC32 viewsread 9 August 2026 لکه پتنګ، لکه څراغ داسي هغه سړی و
د خدای د مينې لوی ملا و، څومره ښه سړی و
هغه یوسف ته ګلاب ورته و؛ نو ځکه خو تل
په پسرلي کې به راشین زما په زړه سړی و
تندي اخیستي ګلان ووتل له کلي پسي
و بیابان ته چې روان لکه اوبه سړی و
څو کتابونه، يو ټوپک او بل اړیکه د رب
د استعمار ابليس ته ستوری هره شپه سړی و
د کسری ستني لړزیدلې د عمر له نومه
هلته آرام د وني سیوري ته ويده سړی و
د ښار له شوره تکل غوښته د صحرا خاموشي
او ملامت نه و…
Signed بلال نوري
17 May 2026, 08:17 UTC29 viewsread 9 August 2026 تمهید، په مرګ اتفاق، نه انکار،
کل نفس ذائقة الموت،
حافظ ابن کثیر رح فرمایي،
وهذه الایة فیها تعزیة لجمیع الناس فانه لایبقی احد علی وجه الارض حتی یموت،
پخپله وخت مرګ راځي،
ولِکلِ اُمَّةٍ اجلٌ فاذا جاءَ اجلُهُم لایستأخرون ساعةً ولایستقدمون،
هر ځای مرګ راځي
اینما تکونوا یدرککم الموتُ ولو کنتم فی بروجٍ مُّشَیَّدَةٍ،
نبي کریم ص فرمایي،
اذا قضی اللهُ لعبدٍ أن یمُوتَ بأرضٍ جَعَلَ لهُ الیها حاجةً، او قال بها حاجة،
دسلیمان ع س…
Signed بلال نوري
13 Apr 2026, 08:22 UTC39 viewsread 9 August 2026 چې ایمان دې وي ملګری غربت نشته
د وفا او خوږې مینې قیمت نشته
مِن و عَن مې حال احوال ورته بیان کړئ
د تشبیه، استعارې ضرورت نشته
ستا د تورو زلفو وږم یې مل نه دی
په هوا کې پخوانی شرارت نشته
هره څانګه د ژوندون ده باد وهلې
له غمونو هیڅ یو زړه سلامت نشته
ځان که خدای ته رسوې نو ځان کړه خاورې
نور په دې لاره کې بل ریاضت نشته
که مې هېر کړلې هر څه دې رانه هېر شي
څه به یاد کړم ستا له یاده فرصت نشته
شپه او ورځ د جنون درس وای…
Signed بلال نوري
10 Apr 2026, 07:42 UTC38 viewsread 9 August 2026 غزل
چې د مینې تقدس ته سړی خم شي
بیا نو هله د ایمان پۀ تله سم شي
د نرتوب دعؤه د هغو خلکو حق دی
چې د وخت هر يو باغي ګزار ته تم شي
د وطن هره دره ، هر یرغلګر ته
چا ته تندر ګرځېدلي ، چا ته بم شي
بیا به هم د جهادي داعیې مرید ؤم
که خلاف مې دا دؤه مخی جهان هم شي
چې مسکا یې ده شفاء سعید انځوره
د زخمو علاج د هغۀ پیر پۀ دم شي
سعید انځور
Signed بلال نوري
8 Apr 2026, 19:09 UTC30 viewsread 9 August 2026 نعت شریف
نسخو کې دقران دې شریعت راوړی دی
تا دې مظلوم اُمت ته هدایت راوړی دی
دننګ او دجهاد د برم ویاړ يې دی نصیب
ایمان چې یې داستاپه سترحجت راوړی دی
وړیا نه دی په وینو دبدن او د وجود
توحید دې په خورا ډیر ریاضت راوړی دی
لــه عطف او ایثار ســره پېیلــې زندګي
دوخت مؤرخینو دې سیرت راوړی دی
دجهل له تیارو سره ژوندون له ستونزو ډک
بشر ته دې د وحیو سعادت راوړی دی
په دې لرم ایمان اوعقیده زه خان حقیار
دخدای دین دې تر مونږه…
Signed بلال نوري
8 Apr 2026, 18:41 UTC28 viewsread 9 August 2026 پر مخ مو خلاصې دروازې دي د تعلیم راځئ
نظام مو شاته کلک ولاړ دی، مستقیم راځئ
تیارې رڼا کړئ په دیني او په عصري علومو
پام به کوئ علم مو پاتې نشي نیم راځئ
تنکي ګلونه ماشومان مو کړئ مین په علم
ورته وریاد کړئ الف با تا ثا او جیم راځئ
بل کړئ په هر طرف د زده کړو څراغونه راشئ
بدل د پوهې په رنګونو کړئ اقلیم راځئ
په هغه ړنګ ویجاړ غمجن او کړېدلي وطن
له مودو پس لګي د امن مست نسیم راځئ
دانش ملنګه ستا هیواد ته دنیا کار په کار …
Signed بلال نوري
6 Apr 2026, 08:46 UTC29 viewsread 9 August 2026 تاج د عزت
زمونږ د پیشوا یو خوږ سنت دی دستار
عمل په دین او شریعت دی دستار
ښه نیک عمل دی، اهتمام یې کوه
ځوانه! وقار او هم زینت دی دستار
د علم، پوهې امتیاز نښه ده
د اهلِ فضلُ لوړ صفت دی دستار
د مؤمنانو، افغانانو دود دی
شعار د هر غیور ملت دی دستار
د سرو تاج دی د عزت او غیرت
ویاړ د قومو شان او شوکت دی دستار
ادیب ملا! تړه، په ناز یې ولونه
زهد، تقوا او دیانت دی دستار
رحمت اللّٰه ادیب
Signed بلال نوري
6 Apr 2026, 08:46 UTC27 viewsread 9 August 2026 1النبي اولیٰ بالمؤمنین من انفسهم وازواجه اُمهٰتم،
دا خطاب دی مؤمنانو الخ،
دمجاهد رح قول،
محبت قلبي دهرمؤمن صفت دی،
2وعن انس قال قال ص لایؤمن الخ،
مطلب دحدیث،
قول علامه خطابي رح
حضرت عمر رض دمحبوب ص مجلس ته،
3وعن انس عن النبي قال ثلاث من کن فیه وجد بهن حلاوة الایمان، ان یکون اللهُ ورسولهُ احب الیه مما سواهما، وان یُحِبَّ المرءَ لایحبه الا لله، ان یکرهَ ایعود في الکفر بعد ان انقذه الله منهُ کما یکرهُ ان یقذفَ في النار،…
Signed بلال نوري
6 Mar 2026, 10:16 UTC53 viewsread 9 August 2026 د مینې فقه
پرې روا د مينې فقه کې قسم دی
ستا په سترګو کې د خدای اسم اعظم دی
تشه لپه و په ښار کې خو پاچا بیا
په صحرا کې ابراهيم بن أدهم دى
خدايه راولې د آب حیات ورېځې
د وطن ګل كه نازك دی تږی هم دی
پاڅوي د فراق مړي له قبرونو
ستا وصال خو د مريمې د زوی دم دی
په نېښ لار پیدا کوي، دا يې مزاج دی
په ژړا که غماز ړوند شي هم لړم دی
په نیتونو کې بل څه پټ دي تكله
په سلام کې برکت تر پخوا کم دی
م عبدالدیان تکل
Signed بلال نوري
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @talibbilalnoori. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.