7 Sept 2026, 10:05 UTC3 views2 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @nksubwakndonnbc313
غزل
جانانه راسه راپیدا کړه اوبه
تندي نېولی یمه راکړه اوبه
ای لا تر اوسه هم پوه نه شوی یاره
خپل په دیدار سره دي ما کړه اوبه
زړګیـــه نورو ته دي فـــکر نېسه
زهر ورګډ شوه تري جلا کړه اوبه
لکه سېنه کي چي مې اور بل سوی
لږ رانږدي شه پري چپه کړه اوبه
لېوه مو بیا دیادو څرک اخستی
اوس نو دي یاره پاک الله کړه اوبه
لکه چي بیا ځې عمریار طرف ته
که ځې نو بیا یه خامخا کړه اوبه
م عمریارابو اُنیس
❤2
7 Sept 2026, 04:07 UTC9 viewsread 8 September 2026 دې مات زړګي ته مې قرار پکـار ده ، کار پکار ده
ژوند نه تېرېږي ژوند ته یار پکار ده ، کار پکار ده
دپټې خولې مینه خو هسې ځورول کوي بس
مینه پکار ده او اظهار پکار ده ، کار پکار ده
کله تېرېږي ژوند یواځې سړی غوټ ماته وي
دښکلو زړو لره یو تار پکار ده ، کار پکار ده
دمحبت تخم په هرځای کې کرل پکار دي
ګل دوطن په هره لار پکار ده ، کار پکار ده
يواځې ژوند بې له جانانه تېرېدل مشکل ده
دې بعضو خولو لره جار جار پکار ده ، کار پکار ده
…
6 Sept 2026, 13:35 UTC11 views2 reactionsread 8 September 2026 دپوهې مزکزونه دې مکتب اومدرسې
تېارونه مو راباسې دعرفان بلې ډیوې
دژونداصلي مقصدته چې جلبيت کړي
هم دوۍدې چې کوي زموږسمې تربیې
دهرېبدبختي نه بیلیدونکی یې قانون
په سمه لاره مزل ته یې پخې دي ارادې
خوځښت دپرمختګ یې شته په غیږکې
مونږ لوړو مقاموو ته رسوې داسرچینې
نیکمرغه دې راتلونکی یې روښان دَدهغو
چې چاګټه ترې واخیسته ددوۍله خزانې
تعقیب یې کړه ويې څاره وا ثاقبه لوګریه
ترې زده کړه او ترې واخله ملغلرې زمزمې
ثاقب لوګری
💯2
6 Sept 2026, 11:39 UTC11 views1 reactionsread 8 September 2026 افسر دی!
جوړېدو تۀ يې ولاړ ښۀ پۀ هنر دی
ساتنمن دی که ساتونکی که افسر دی
لۀ هر شره يې د سر پۀ قيمت ساتي!
و دفـاع تـۀ يـې ولاړ کلـک لکـه غر دی
د محکمې ارادې تر څنګ روان دی
د وطن و هر ياغي دښمن تۀ سپر دی
کـوي ډيـرې هـلې ځـلې آبـادۍ تـۀ
پـر تيارو را پـورته شـوی لـکه لمر دی
هرې ستونزې ته پۀ هر قدم کې پام کړي
غوړېدلی يې پر ټول اولس نظر دی
دا سړی څومره ښه ويښ دی لاس پکار دی
ماتـونکـی دا د هـر قـسم خـطر دی
دا چې ږيره …
❤1
5 Sept 2026, 17:55 UTC13 viewsread 8 September 2026 حسن دارښکلي به ډیروي په دنیاکې
خودستاپه څیرڅهره به پیدانشي
محمده نوم دې خوږپه زړو لږیږي
ستاله نوم خوږه نامه به پیدانشي
مرسلان تردې دنیاراغلي ډیردي
خودستادنورډیوه به پیدانشي
جهالت ستاپه راتګ له دنیاختم
ستاله شان لوړه رتبه به پیدانشي
دکوثرحوض هم الله درکړی تاته
بل نبی ته داتحفه به پیدانشي
چې حازم دې ټول اوصاف پرې نمیشته کړي
قلم داسې کتابچه به پیدانشي
مُحَمَّد ﷺ
ــــــــــــــــــــ
طالب العلم مطیع الله حازم
5 Sept 2026, 17:34 UTC13 views1 reactionsread 8 September 2026 غزل!!!!
ډېر زړونه ناســـت دي د بـــاران، په تمه
لــکه مـئیـــن چــي وي د ګــران، په تمه
ستــرګــي پــه لاره ده او ګــــوري ورته
غـــزه د ګــران افــــغانــــسـتان، په تمه
راشه چــي ور کــړو یو او بــل ته مینه
دښمن پر کـــــور زموږ د خپګان، په تمه
ماشـــومه لــــور په دروازه کي ناسته
د خپل شهید ســـــوي پلار جان، په تمه
ســتا هیــبتي ږغ هــېره ولای نه شــــو
اســـتاذ یاســــره ټــــول کاروان، په تمه
داچي مو ټول ب…
💯1
5 Sept 2026, 11:41 UTC13 views2 reactionsread 8 September 2026 نعت شریف
د دنیا، لۀ محترم سره مې مینه
لۀ نبي خیرالُامم سره مې مینه
ماتوم پرې سخته ورځ کې خپله تنده
زه یې غواړم، لۀ زمزم سره مې مینه
پۀ خاطر د نازولي پیغمبر مې
له حِرا او له حرم سره مې مینه
شفاعت یې د قیامت پۀ ورځ کې غواړم
لۀ شفیعِ مُکرَّم سره مې مینه
همېش ویاړمه او فخر کړم پۀ دې چې
له سردارِ دو عالم سره مې مینه
زه یې کلي او کوڅو ته ورتلل غواړم
لۀ کعبې او ملتزم سره مې مینه
زړه مې تل دی پرې ژوندی، عبدالجلیله
د ن…
❤2
4 Sept 2026, 17:57 UTC14 viewsread 8 September 2026 سرپه ټول جهان لري نوم په دې دنیالري
هرخواته امنیت امنیت هرخواته ښکلالري
دازمونږه ګران وطن دجنت هوالري
نشته دجنګوکیسې اوس هرخواته امن دی
نشته دمرګوکیسې اوس هرخواته امن دی
شکرشکر اوس خودا آرمه فضالري
داښکلي مشران لري ښکلی ده وطن موپرې
ښـکـلـي امیران لري ښکلی ده وطن موپرې
دغه وارثین غیږکې دګران مصطفی لري
دادی دعــــمــــر وطن داهیڅ پردي نه مني
دي ده داسې نر وطن داهیڅ پردي نه مني
هرڅوک یې مات کړي دي هروخت کې بریالري
…
4 Sept 2026, 13:43 UTC13 views1 reactionsread 8 September 2026 لكه پاڼې چې په مُنې کې تُویږې خدایه مانه ګناهونه داسې وار کړﺉ
ذوالجلاله رحمتونه دې وریږې ماعاجزستاپه رحمت شؤُکې شمارکړﺉ
زه خوسراسر خطاءیم ښکار دنفس او دَهوا یم
ما منلیه دشیطان ده خواهیشاتو کي لګیا یم
خاتېمې خو په اخِر کې معلومیږي ربه ته مُو. مُؤمینانو له قطار کړﺉ
ته پالوُنکی دجهان یی ټول حُکمونه تا سره دي
دعِزت ذِلت بښلوو ټول امروُنه تا سره دي
کُوم عمل چي ستا خوښیږي لایزاله ما په هغه بهترینه سمه لار کړﺉ
نیکي …
❤1
4 Sept 2026, 10:02 UTC11 viewsread 8 September 2026 تنګ په رښتیا نن را باندې ډېر دژوند قفس شولو
ستا فرمایشات مې اشنا ټوله بَر له وس شولو
روح مې د معیوب وجدان تر سیوري لاندې غلی وو
ما ویل ڪه لاړو رانه کډه مې نفس شولو
څومره مقدسې اداګانې مې نیمګړې شوې
هرڅه مې لېلام شولو، او هرڅه مې هوس شولو
څه د بې باوره بلا داړو ته غورځار شومه
ما تر ډېره نهه شمېرل اخر له تانه لس شولو
زه چي تر ساحل د ارزوګانو پورې راغلمه
ومې کتل شاته رانه پاته هغه کس شولو
موږ به ستا دربار ته بې له…
4 Sept 2026, 09:59 UTC12 views1 reactionsread 8 September 2026 پاک الله سـتا یلی په یاسیـن او په طه نبي
ټولو مخلـوقـاتو کـې یې غـوره مصطفا نبي
زړونه یې روښانه کړل په نور د هدایت باندي
ختمي تیارکې شوي په راتګ ستا مجتبا نبي
ستا مبارک نوم مو په خپل زړونوکې ساتلی ده
نه وځې له زړونو مو په هیڅ وخت کې پیشوا نبي
تحفه کې درلېږمه دزړه سره له تا ځار شمه
در لېږم دورودونه سلامونه په والله نبي
لیکمه زه ادریس دا ستا د نوم مبارک توري
ماته یې محبوب له مور اولاد او هم بابا نبي
*ادریس زابلی*
💯1
3 Sept 2026, 16:26 UTC13 views1 reactionsread 8 September 2026 یوقدم مخته ځه خودوه قدمه شاته ګوره
مؤمینه وروره نن ګناه صبايې سزاته ګوره
په دواړو مټوو دې کِرامُ الکاتبین څار کوې
شپه ورځ لیکل کوې دهرعمل جزاته ګوره
په ژوندنشه اوپه پاني دونیا دوکه انسانه
پام کړه غلط یې لږ سوچ کوه الله ته ګوره
دمجازي عشق ګته کمه تاوان ډیروې ګرانه
دا حقيقي عشق په پالنه کې بریا ته ګوره
منزل ته کمه لار ده پاتې ګړندی کړه مزل
دتقوا زُهد په پلوو.نوو ځان رسآ ته ګوره
چې پاته نشې درنه لاړو دعشاقوکاروان
…
❤1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @sabrjenfj121. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.