19 Jan 2026, 05:46 UTC44 viewsread 11 August 2026 لامي جوړ نه دي زخمونه دزړګي.
ماخوړلي دي داغونه دزړکي.
چی ترسترګومي دڅار خلګ ښکاريږي.
راکوی مه ګذارونه دزړګي.
درته نوري ویني توی کمه که یازه .
بهیدلي قطارونه دزړګي.
دازما دهرساعت فریاد ته ګوری.
ژربه واوری فریادونه دزړګي.
دلته چوپه او چوپتیاده هیڅ شور نسته.
فاریدلي دي قهرونه دزړګي.
چی ثاني کاروانه فاته درنه نشي،
مدام ګوره کتابونه دزړګي
Signed کاروان
16 Dec 2025, 16:16 UTC58 viewsread 11 August 2026 چي خبر سي زما په حال په تاڅه کیږي.
بیاچی ته سی انډیوال په تاڅه کیږي
دغه ټوله ښار دي تاته صدقه شی
چي سی ته په داسي سوال په تا څه کیږي
رقیبان به ماوتاته څنګه ګوري
چی اخته شی په جنجال په تا څه کیږي
ددیدن سپمادي مه کوه جانانه
زانګم بیادغم په ټال په تاڅه کیږي
داخپل ځان راته تنهاتنهاښکاره سي.
راښکاره دي که ویصال په تاڅه کیږي
دغلیم پر مخ به ګونجي راښکاره سي
شی کاروان به بیاخوشال په تاڅه کیږي.
1404/9/24
Signed کاروان
9 Dec 2025, 15:19 UTC52 viewsread 11 August 2026 ستا له یادونو سه غمونه جوړ سي
کله ناکله بیا دردونه جوړسي
ژوندون زماله واک وتلی ګوره.
دمرګ دانتظار فکرونه جوړسي .
اوښکي به توی کم قافلي قافلي.
که دغضب راته وختونه جوړ سي
داحال به کله پرماڅنګه سپک شي.
دناز سړی یم که نازونه جوړ سي
ځیر ماتوهیلو ارزوګانوته یم
دبي صبری مي کاروانونه جوړسي
چي له کاروان سره جانان وه ویني
پرډیرو خلګو به اورونه جوړسي
1404/9/19
Signed کاروان
28 Sept 2025, 06:46 UTC64 viewsread 11 August 2026 ربه ستا نظر که فه ماوشي.
زمابه څه فروافه دنیاوشي.
زه دا ستاله نومه سه خونداخلم
ستا فه دوښمنانوبلا وشي.
علم له بي علمو سخه اخلم.
دمُلاله کوره نڅا وشي
ښو تي بد ویلي دي بي دریغه
دلته دصوفیانو چي غلاوشي
لاردتیاریکی يي خوښه کړی
په هغو به څنکه رڼاوشي
ستوري ورک شي له اسمان کاروانه
زړه کي راڅرګنده غوغا وشي
1404/7/6
Signed کاروان
28 Sept 2025, 06:14 UTC47 viewsread 11 August 2026 زړه ته خو مي راغله خو په زړه کي مي قراره شوه.
مینه دجانان ده نن له ما څخه اقراره شوه.
فاته حسرتونه می سینه کی
له کلونو دی.
سم ددوو لسیزو مي سینه کي را ایساره شوه
نه ده کوچیدلي چي دمه شوله زما زړه کي
شم یی صدقه زما په غیږکي زمالپاره شوه
ګوره غمجن ژوند به وغمجن مرګ ته ورسفارمه
ستادلاسه توی اوښکه زما دمخ فه لاره شوه
نور دویصال بار په اوږه یوسه دزړګي سره.
دهجران لمبه راته بتر تر سره انګاره شوه
سترګی دامیددکاروان خلا…
Signed کاروان
20 Sept 2025, 07:52 UTC51 views1 reactionsread 11 August 2026 فه زاریو که رسیږمه ویصال ته.
لاس ترزنه نه کښینمه وه دي حال ته.
په خوږو الفاظوستاکي جدايي ده.
سم جواب دي ولي نسته زه ما سوال ته
نن غمونه دي فرسر ستا دیارانو.
راشه زیرشه ددرد سوي نغموخیال ته
چي په نرمه ژبه ږغ کړي خدای دي خیر کړي.
ته کیسي نوري اوږدي نه کړي جنجال ته
زه حیران حیران ورګورم ارمانوته.
دي لویدلي څومره ستا دمیني جال ته
بیریدلي له هجرانه سه کاروان دی.
زمادوه لاسي سلامی ده ستا کمال ته
1404/6/29
❤1
Signed کاروان
20 Sept 2025, 07:51 UTC48 views1 reactionsread 11 August 2026 ستادوصل انتظار دی قدردانه.
ژوند په هجرکي ایسار دی قدردانه.
پرمخ توبه کړمه ستادرقیبانو.
راته ګران کله داکار دی قدردانه
یوسفي نړی دي ټوله کړه خجله.
خدای درکړی دا رخسار دی قدردانه
ژوند به تیرکم ستا فه عشق کي فه دنیاکي.
مرګ که څه راته تیار دی قدردانه
ټول عشاق دي یادوي فه هرساعت کي.
هرعاشق دي فه اختیار دی قدردانه
جدائ دي لکه غر چي فه اوږو وي،
دثاني کاروان ګفتار دی قدردانه
1404/6/28
❤1
Signed کاروان
13 Sept 2025, 14:45 UTC49 views2 reactionsread 11 August 2026 دابي شمار بي شمار غمونه.
زیات شي وار فه وار غمونه.
ده زه ړو رخصت خلاص نه وي.
راشی نور فرلارغمونه.
مخ چي اړوو له درده.
وینو په دیدار غمونه.
ګورودهجران په سترګو
هرماښام سهارغمونه.
دزړه للمي موخزان شوي.
اوس بهار بهار غمونه.
دي حالاتو فارولي.
دي کتارکتار غمونه.
دسپوږمی شپه سوه بي خونده.
ځکه انتظار غمونه.
څه محشره زندګی ده.
هرساعت ګزارغمونه.
رغیده دفرهرنشته.
څه وايي دیار غمونه.
شوخ راسره اوسي ولي.
څه کړي په ماخوارغمونه.
ک…
❤1🥰1
Signed کاروان
7 Sept 2025, 16:40 UTC40 views1 reactionsread 11 August 2026 سبحان الله سپوږمی ترنځی نیولی ده دوعاوی کوی😭😭😭😭😭😭
❤1
Signed 112233
4 Sept 2025, 08:14 UTC62 viewsread 11 August 2026 ستادسترګوپه کتاب کي یوغزل وه.
مالوستلی په هرباب کي یوغزل وه
له ارمانه څڅیدلي ګریوانه ته
ستاداوښکوپه دریاب کي یوغزل وه
ستادعشق تړاو کي ګیرشوم په دنیاکي
ستا دهجرپه عذاب کي یوغزل وه
دلیمو دغیږدمه مي راپه زړه شي.
دی راحت اولوی ثواب کي یوغزل وه
شوه حیا يي راڅرګنده له زلفانو.
محبت او په حجاب کي یو غزل وه
داکاروان ستا په لیمو کي ګرځیدلی
ستا دوصل فه سیراب کي یوغزل وه
1404/6/12
Signed کاروان
4 Sept 2025, 08:07 UTC50 viewsread 11 August 2026 دیادونو له جهانه درته راشم.
بس جانانه له جانانه درته راشم
زه دی ګل یمه په ناز را وګوره .
ستادګلوله ګلدانه درته راشم.
زماپه سترګوکي دمه شه قدردانه.
غمځپلی له هجرانه درته راشم
څه ملګري دي دعشق بلاخوړلي.
تنهازه یمه له ځانه درته راشم
ته مي خفل جنت ته ولي نه رابولي.
دتقوا به له دورانه درته راشم
دکاروان لټون په یار پسي فیلیږي،
یوځل بیازه له ارمانه درته راشم
1404/6/12
Signed کاروان
29 Aug 2025, 16:05 UTC49 viewsread 11 August 2026 زما قربان دا ستاپه نوم خپل زندګي ده.
درسره می مدام مینه دزړګی ده
زه دي غواړمه په خوب کی
دیدنونه
ماته دغه شپه بس جوړه سبایي ده.
ای دتیري زماني اوتیر مرشده .
ستاله رویه لاتراوسه ورورولي ده.
رحم چت دي رانسکور دی فه موږ باندي.
څه ناڅه بدبختوکړی سرکښي ده.
دښمنان دي تیت فرک شه په دنیاکي.
ای زه ماخپل رب ته دغه سوال زاري ده.
بس چي ستاراکي پیداشي عادتونه.
دغه لار ثاني کاروانه جنتي ده
1404/6/7
Signed کاروان
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @khirullah3. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.