18 Oct 2023, 11:34 UTC328 views2 reactionsread 9 August 2026 پـــه لاس کـــې تـــوره وي بايد درسره
خــــاوره بـــه داســې لکه حوره ساتې
پردي خو څه کوې لــومړى ځل به يې
لــــه ګاوڼــــډي او لــــه تــربوره ساتې
دپــــګـــړٸ پــــاکه او سـپېڅلې شمله
بــــه هـــرځـــای دنګه او مغروره ساتې
دهیــــواد هــــره مـــلالۍ خــــورکۍ به
دحـــيا پــــوښ بـــاندي مستوره ساتې
دشــــهيد هـــره کــــوڼـــډه هر يو يتيم
بـــه بــــې زحمـت او بې منظوره ساتې
ځــــان بـــــه عــاجزه جوړوې زاه…
👍2
18 Oct 2023, 11:34 UTC419 viewsread 9 August 2026 د ښکلو میردی بل یو داسی زیږیدلی نه دی
کامل بشـــردی دیـــار مثل بل راغلی نه دی
مقایسه د یار مــــــې نه کیــــږی ګلابه سره
ګلاب که ښکلی دی خو یار ته نسبت ښکلی نه دی
سپوږمۍ یې حسن لره زړه باندی داغ داره شوله
دومره شانداره حسن دې جهان لیدلی نه دی
د تورو سترګو عاشقان یې ولمبو ته دانګي
څوک به پیدا نه شي چې زړه یې پرې بایللی نه دی
شه مور او پلار ورنه قربان هغه محبوب د رب ته
ډیر راته ګران دی بل یو داسی څوک ښاغلی نه…
18 Oct 2023, 11:34 UTC455 viewsread 9 August 2026 پـر ځمـکه پـرېـوتم نيولی په منګُل نه شومه
رنګ مې د ګل شو خو خندان لکه د ګُل نه شومه
ښه شوه چې مړ شومه او ښه شوه چې تا ووژلم
ښه شوه بيخي نو چې کوزګوری د مغُل نه شومه
زه يو حسرت د ګلپرورو د سپرلي ماځیګر
پر پښو ولاړ لکه نرګس لکه سنبل نه شومه
د ځمکې غېږې ته مې دا ارمان شهيد سپارلی
مترنِم لکه د خپل وطن بلبل نه شومه
وينه مې ګورئ د سپېڅلي شهادت مه ګڼئ
که علامت د ازادۍ د تکامل نه شومه
معصوميت به مې څه داد د وفا اخلي ضرو…
17 Oct 2023, 21:47 UTC241 viewsread 9 August 2026 تاریخ زمونږ سمسور دی په ڔڼا کي دکمال
وطن بار په ښکلا دی اولښکر مو اسلام پال
پیدا ثالث عــمر سو ازاد یی کړو وطن
منصور هم وینه ورکړه بریا ته غیرتمن
څرګند کړو قربانیو حقانیت د ستر جلال
سپیڅلو شهیدانو هم سرونه دي شیندلي
دا ښکلې ازادۍ ته یې ځانونه سوځولي
ګټلی مو په سرو وینو همدا پاک استقلال
نیولې مونږ رسۍ ده د وحدت په اتحاد
له زړونو مو ایستلي دي نفرت کرکه عناد
هوار پر ټول وطن مو زرین شال د اعتدال
قیمت مو د سرونو درت…
17 Oct 2023, 21:47 UTC255 viewsread 9 August 2026 په لار دتصــؤف کي یو ښهْ پـــیر ځان تهْ پیـــدا کهْ
خالي لاس ترې رانسې سپین ضمـیر ځان ته پیداکهْ
د کلکې عقـیدې خـاوند له ځانه څـــخه جـــوړ کـهْ
په تورو ترږمو کې روڼ مـسـیر ځان ته پیـــدا کـهْ
د زړه زنـــګ په ډبـــرو او چــــــړو نه لرې کیــــــږي
له حمد او ذکره جوړ یو پاک نظیر ځان ته پیــدا کــهْ
لمبې د زړو پري مړې که له انګارکړه واوره جـــوړه
په خپل تقوأ اخلاص باندې تاثیر ځان ته پیـدا کهْ
چـې سترګي د جانان درته…
17 Oct 2023, 21:47 UTC270 viewsread 9 August 2026 غزل
نه مو د یار په شتون تسکین شول نه بې یاره زړونه
ګرځوو وچ ذرې ذرې لکه هېنداره زړونه
لکه د میر به دې د لړ په پرې کېدو پرېښودو
لکه تسبې مو درته واېستل له تاره زړونه
یا غږ را وکړه، یا تلقین راته د صبر وکړه
د قبر شناختو ته دې لولپه کړل، یاره زړونه
د زمانې یاران سیکنډ په سیکنډ رنګ بدلوي
ځه مړه، موږ ساتلي وو، د څه د پاره زړونه؟
اوس دې د ناز ډکه خندا راته تمثیل ښکاري او
اوس مو لوېدلي دي له هغه اعتباره زړونه
د کلي ښک…
17 Oct 2023, 21:47 UTC293 viewsread 9 August 2026 حمد
ستا د صفت په اړه هرڅه راته کم ښکاریږي
يو چوپه خوله هېښ بېښ کېدل راته ډېرسم ښکاريږي
د دنياګۍ د هر شاعر خطيب ليکوال ستاینې
راته نيمګړې ويناوال يې لايعلم ښکاريږي
ستا و سترتوب ته لويه خدايه دغه درسته نړۍ
لکه يو څاڅکی سمندر ته دا رقم ښکاريږي
- لَـوکــان الــبـحـرَ مــدادا لکلـماتـه- چـې
مې اوریدلي حمد د روح په مثل چـم ښکاريږي
مشاله! دوی يې په وینا کې تفنن خوښوي
خو ماته ستا صفت پ عجز کې مدغم ښکاريږي
صدیق الله مشا…
17 Oct 2023, 21:47 UTC233 views1 reactionsread 9 August 2026 پرښتې نازلېدې دقدرشپه وه
دحماس حماسه څومره عجیبه وه
ابابیل وود اقصی په ننګ راغلي
کاڼي وارشول هوبه هو.دفیل قصه وه
بیادکارخلکوته کاردی پیداشوی
اسلامي نړۍ وزګاره وه ویده وه
دایوب بچي بیاخپل اصل ته تللي
چي یاتوره یانیزه وه یالینده وه
پخواداخبري نه وې یوملت وو
که بصره وه که کوفه وه که مکه وه
دکابل فاتحه پولي که نورماتي
ځه! هرڅه سره لیزروو که بوشکه وه
چي منعم یي په ځارځاردی ژړولی
څه کابل،برما څه شام وو څه غزه وه
مح…
❤1
16 Oct 2023, 07:38 UTC218 viewsread 9 August 2026 بې غيرله تاداسې بې خونده زندګي تېره وم
ته څه خبریې چې غمونه په زړګــي تېره وم
دمخه ښې نه روسته څه خبریې څه تېر يږ ي
اوس انتظار هَـره شېبه زه د مـرګي تېره وم
په ځوانو هيلو باندې خاورې په بارباراړه وم
نه پوره کېږي دژوندون سخته سختي تېره وم
خــانــدم لـه زړه لـه زوره زړه کې بلا غم لرمه
په خـولـه خندا زړه کې دننه ناهـلي تېره وم
ګلاب دزړه مې مړاوی شوی د دیدن په ارمان
ورو ورو رژېږي ددیدن چې وچ کالي تېره وم
ژونـدلکه …
15 Oct 2023, 13:47 UTC204 viewsread 9 August 2026 نعت شریف
هر څۀ یې پۀ ښکلا قائل جهان، یې لۀ صفته ډک
طٰهٰ، یٰسین، یې بیلګې دي قران، یې لۀ صفته ډک
قربان! رسول الله دی رحـمة للعالمـین نبي
قربان! د جــنتي شــونډو بیـان، یې لۀ صفته ډک
تخلیق باندې بشر دی خو پۀ هیڅ شي کمی نۀ لري
پۀ ذات کې هم سپیڅلی او یاران، یې لۀ صفته ډک
حسن، حُسین به ولي نازنین او شهزادګان نۀ وي؟
د داسې چا لمسيان دي باباجان، یې لۀ صفته ډک
سپوږمۍ ورته ټوټۀ ټوټه او کاڼي پرې ګویان ګویان
دا ځمکه پرې ښا…
15 Oct 2023, 13:36 UTC189 viewsread 9 August 2026 روح مو په وجود کې را حصاره دی ازار دی
فکر مو تړلی مصلحته ستا په تار دی
دا کیسه ور ټوله د عربو تر ټولي نه ده
زخم د امت ده او مرحم ورته په کار دی
دا کليمه څنګه ده چې مونږ یې دفاع نه منو
څنګه څه نادره مو په څه کړی انکار دی
وا د مؤمنانو پر دفاع باندې تورن یاره
نن دې توره چېرته ده خو نن یې اصلي وار دی
سترګې یې له اوښکو تکې سرې دي او سلګۍ وهي
اوس او همدا اوس هم په غزه باندې بمبار دی
دا جهاد د چا په امر څنګه دی او څنګه…
15 Oct 2023, 13:32 UTC164 viewsread 9 August 2026 په دنیا تیارې خورې وې، خدای پیدا کړې محمده
زمانې دې په سیرت صورت رڼا کړې محمده
دا جلال او جمال دواړه ستا له برخې مستعار دي
!اغیزمنې دې د ټول جهان ښکلا کړې محمده
کیفیت او موسمونه دې نسبت باندې وویاړي
او زرغونې شاړې ځمکې د بیدیا کړې محمده
د انسان د تهذیب سترګې شي راپورته چې ته یاد شې
لورونې، هستونې دې بیا بیا کړې محمده
خدای په خپل قوي قدرت کې یې ځانګړی پیدا کړی
د عالم په ټولو زړونو کې درزا کړې محمده
نعمت الله صدیق…
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @httpsHomeoftenpoets123. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.