28 Aug 2026, 08:32 UTC347 views16 reactionsread 28 August 2026 غزل
وراوې تاته د شهیدو ژڼو راغلې
ازادۍ سینګار په شنو مشکڼو راغلې
د جنون د لارویانو خبر دا دی
ځیني ورک دي، جنازې د ګڼو راغلې
سترګي ټیټې وړه بڼکې به دې ووځي
په مالت د پښتنو خورلڼو راغلې
په مېوو کې به دې پټ کړم مهاجره
د میانوالي له ازغو، کرکڼو راغلې
وې مسکین خو معطر چټه شهیده
بېګا خوب کې هم په غوړو څڼو راغلې
خاطرې دې یوه دوه نه وې راشده
ډلې ډلې د وړو چنچڼو راغلې
راشد کامران
❤🔥9❤5🥰2
28 Aug 2026, 06:58 UTC376 views12 reactionsread 28 August 2026 نعت شریفﷺ
ناز پروره معتبره جلوه داره
ماه حبینه خوشبوداره ګل رخساره
د دنیا ټول ښائستونه درته خم دي
ګلورینه نازنینه حسن داره
له تا ځار مې مور او پلار حسب نسب شه
له تا ځار شمه بې واره بې شماره
جنازه دې په راتګ د تور تم وکړه
دا ویده ویده نړۍ دې کړه بیداره
ژوند مې دلته په عجم کې په سختۍ دی
نا قرار یم نا قرار یم نا قراره
مشرف په خپل زیارت شفیع بلال کړه
نور دی ستړی له کلونو انتظاره
حافظ شفیع الله بلال
❤12
28 Aug 2026, 06:57 UTC314 views9 reactionsread 28 August 2026 غزل
په حُب کې د دنیا چې ګرفتار نه سې، زلمیه
د نفس د خواهشاتو تابعدار نه سې، زلمیه
د عشق کیسې دې بولمه له کذبه څخه ډکې
که چېرې د خُبیب غوندې په دار نه سې، زلمیه
د وخت د فرعونیانو ساحران به دې غونډ تېر کړي
که جوړ ته له امساء ورته ښامار نه سې، زلمیه
د ژوند هره کوڅه ده د فتنو له ازغو ډکه
چې تېر په ناپامۍ پر داسې لار نه سې، زلمیه
دوی ټولو اتحاد ستا ورکولو ته دی کړی
ډېر پام کړه چې د غرب د لومو ښکار نه سې، زلمیه
د خدا…
❤9
28 Aug 2026, 06:56 UTC302 views7 reactionsread 28 August 2026 نعت شریف
چې له مکې نه مرور روان شو
د مدینې پۀ لوی سفر روان شو
کلي کوڅې ورپسې وژړېدې
رسول الله چې مهاجر روان شو
د طائف خلکو هم پۀ کاڼو وویشت
ډېر شو مجبور خیر البشر روان شو
وینې ترې څاڅي او پۀ پښو یې لګي
پۀ زړۀ ازار ترې پیغمبر روان شو
د مکې خلکو ته تورتم راغللو
چې له مکې نه مسافر روان شو
چې مدینې پۀ غېژ کې ځای ورکړلو
د محبت ډېوو لښکر روان شو
ذهین الفته کاڼو بوټو ژړل
چې له قریشو خوږ بشر روان شو
ذهین الفت
❤7
28 Aug 2026, 06:55 UTC233 views11 reactionsread 28 August 2026 حسنِ یوسف دمِ عیسی لرې
زلفي والّیل مخ والضحی لرې
حبیب د خدای یې د کونینو پیشوا
ته یې ممدوح یاسین طه لرې
ته یي غازي هم د غازیانو، رهبر
حمزه سیّدُالشهدا لرې
مدینې ستا،خاوره بهتره خاوره
غیږ کې مدفن رسول اللّه لرې
واصله زه ځم د حبیب تر، دره
ته په سوغات کې صلی اللّه لرې
واصل غافر
❤10💯1
28 Aug 2026, 06:55 UTC248 views8 reactionsread 28 August 2026 دیدن
کړه وږي سترګې مې مَړې په دیدن
ما مشرف کړه څو شېبې په دیدن
ای د رنځورو زړو طبیبه جار شم
کړه دزړه څړېکې مې سړې په دیدن
ځیر درته ګورم او خوندونه اخلم
نه دي مړېږم مدېنې په دیدن
خدای مې پرما څومره احسان کړی دی
چې یې زه دروستم نږدې په دیدن
تږی راغلی ډېر له لیري یم زه
جانانه راکړه څو پېالې په دیدن
فاتح فرهاد ته یو دیدن پیرزو کړه
شي به یې کمې اندېښنې په دیدن
فاتح فرهاد
❤5😍3
28 Aug 2026, 06:55 UTC209 views6 reactionsread 28 August 2026 هم ثواب دی هم ارام پرتا درود
په خوند وایمه مدام پرتا درود
تذکره چې دې د نام یوځای کې وشي
وایي خاص وي او که عام پرتا درود
ستا وصال ته سړی رسوي جانانه
څومره ستر لري انعام پرتا درود
راته ګران یې له دنیا او مافیها نه
زما پر زړه لیک دی ستا نام پرتا درود
که دې هرڅومره صفت وکړمه کم دی
ته د ښکلو یې امام پرتا درود
حنظله درباندې وایي درودونه
هم سهار او هم ماښام پرتا درود
حنظله خاکسفیدوال
❤6
28 Aug 2026, 06:55 UTC219 views8 reactionsread 28 August 2026 د احد غر ګرمه غزا د جانان ياد او یاران
څه جهادپال او فداکار وو صحابه اتلان
د محبوب مخې ته ډال شوي محبت وګوره
ورباندې اوري له هر خوا د لیندو غشو باران
اسلام يې مونږ ته د سرونو په قیمت راوړی
ورته لوګی شول په بلهاو صحابه شهیدان
قدر پکار دی په هر وخت د سرسپارلو خلکو
الله عزت چې دی ورکړی ځکه دي قدردان
تاريخ به تل دننګیالو په شجاعت ګوا وي
هم لوګری ثاقبه دآ خلګ دي شهکار په هرآن
ثاقب لوګری
❤7❤🔥1
28 Aug 2026, 06:55 UTC231 views7 reactionsread 28 August 2026 نعت
روح مې ستا په لوري ګوري
مسته شوې زمـــا سا ده
درته خاورې شم ایرې شم
ستا په در کې مې بقا ده
دا جهان مې له نظره
ستا په مینه کې لویدلی
زه د عشق په لاره راغلم
زړه مې ستا په نوم بایللی
د حضور په میکده کې
بیا د نور باران وریږي
زما د روح له تږې دښتې
د وصال غږونه راغلل
ستا د در په ملنګۍ کې
ما موندلې پاچاهی ده
حجابونه واړه پورته
شول زما د روح له سترګو
ساقي نور مې کړه بې خوده
چې فاني شم له وجوده
تر ابده په بقا شم
خلاص…
❤7
28 Aug 2026, 06:39 UTC255 views9 reactionsread 28 August 2026 په تیارو مینو خلکو ته لا لمر یم
ماتو، ماتو ته د خیال په حس خطر یم
که پګړۍ ده که څادر دی او که ږیره
زه په دې مقدساتو منور یم
هر باغي مې په اوږو ختلی نه شي
زه کړنګ یمه او دنګ د پامیر غر یم
د الله رضاء ته وقف یم په نره
د اسلام په اړه تېر له خپله سر یم
د متروک جهان پروا نه کړم هجرانه
زه د خدای په قوانینو برابر یم
نذیرالله هجران
❤8💯1
28 Aug 2026, 05:26 UTC271 views15 reactionsread 28 August 2026 نعت شريف
ر يښتينی سالار د غزا محمد
اللهم صل علی محمد
د رزم او بزم معنا محمد
اللهم صل علی محمد
پۀ پاک ولادت يې رڼه شوه دنيا
د لمر پلؤشو کړه عجبه ځلا
شوه وچه چينه د اوبو د ساوا
او ؤ لرزېدلې ماڼۍ د کسرا
انوار شول خؤارۀ د زېبا محمد
اللهم صل علی محمد
دی راز د تخليق او هم سِر د تکوين
مشهور لۀ اوله پۀ صادق امين
د حب تلؤسه او د حسن نګين
خوشبوی لۀ ګلاب، لۀ نرګس او ياسمين
شؤ تورو تيارو ته رڼا محمد
اللهم صل علی محمد
روانې ي…
❤13🥰2
28 Aug 2026, 05:26 UTC236 views9 reactionsread 28 August 2026 غزل
زه که یو څه پاتې شوم مشال نه شومه مړ دې شم
چېرته که همزولو سره سیال نه شومه مړ دې شم
ماته که ملګرو مې مجلس کې بخشش وغواړي
بیا که په باقي عمر خوشحال نه شومه مړ دې شم
یو ځل که چا سیوري د اوربل لاندې ویده کړمه
زه که پر تندي ورته شین خال نه شومه مړ دې شم
ته که مې لاس نه نیسې او خپله مخ پر وړاندې ځې
بې له تا که زه ګوره زوال نه شومه مړ دې شم
رنځه! ته مې پرېږده چې مسیر زۀ ځان ته وټاکم
بیا که لاروی زۀ د ابدال نه شو…
❤9
Showing the 12 most recent of 158 posts we hold for @basrisanga9080. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.