7 Sept 2026, 08:16 UTC97 views5 reactionsread 8 September 2026 نعت شریفﷺ
درود درود سـلام سـلام
مدام مدام په احـــترام
د انبیاؤ پـــــــــــــر امام
پر ګران نبي خیر الآنام
زړه ته سکون هره شیبه
د درودو خـــــــوږه نغمه
راحت راحت شي راڅرګند
خپور شي رحمت د رب انعام
څومره لوړ شان دی د جانان
څومره حـــــــلیم او مهربان
موږ تي ښـــودلي ښه او بد
پر موږ یې تل ساتلی پام
د نــــــــبوت د نــــــــور رڼا
چې یې خوره شوه پر دنیا
د محبت کیف شو په شور
هـــــر بختور راوړو اسلام
لـــــــري…
❤3👍2
7 Sept 2026, 08:16 UTC88 views3 reactionsread 8 September 2026 د وجود وينه
چې توی مو کړه و رب ته پۀ سودا د وجؤد وينه
دا زما د وجود وينه وه هم ستا د وجؤد وينه
د زړۀ هنداره و ساته لۀ ګرد،او لۀ غباره
تر څو چې بېهوده نۀ سي صفا د وجؤد وينه
عجيبه حق مسير ؤ او عجيبه سپينه مينه
چې ور مو کړۀ پۀ عشق، او پۀ خندا د وجؤد وينه
ای دنګ طالبه ياره چې خيانت درنۀ ونۀ سي
تر اوسه لا بهيږي د اشنا د وجؤد وينه
د دين او د وطن پۀ ننګ دي ډېر وکړل ننګونه
آخير کې درنۀ وغوښته مولا د وجؤد وينه
اخ څۀ قيم…
❤2👍1
7 Sept 2026, 08:16 UTC77 views3 reactionsread 8 September 2026 غزل:
د ژوند تخت په پرهرونو باندې جوړ دی
دا جهان ټول په دردونو باندې جوړ دی
د مـرګي خـوبـونه ځـکـه پـه کـې ویـنم
دغـه کـلی پـه قـبرونـو بـانـدې جـوړ دی
دا ګرېوان مې چې رقیب ته ښه ښکارېږي
زمـا د ویـنو په خـالـونـو بـانـدې جـوړ دی
دا مشال چې نن يې ته رڼا ته ناست يې
زمـا پـه سویو وزرونو بـانـدې جــوړ دی
دا ذاڪر چې اشنا نه باسي له زړه نه
مـحـبت پـه ثـوابـونـو باندې جــوړ دی
م محمدهاشم ذاکر
❤3
7 Sept 2026, 08:16 UTC84 views3 reactionsread 8 September 2026 زه او ته تېرؤ هــــسي بې پروا ژوند
ربﷻ شمیرلی په زره زره همدا ژوند
ارمانونه به پوره نه شي د زړونو
غـــوړولي اُمیدونه د دنیا ژوند
چې د سترګو په لیمو کې حیا ساتي
هغو سترګو ته نیولی د عقبا ژوند
خاماخا به د لار ورکو له جملې وي
چې دخدای له یاد خالي وي د کوم چا ژوند
ای د زړونو د خالق خوا پري بدیږي
تیرَوه ګوره په مینه او وفا ژوند
بس الیاسه سپین سهار به پر ژوند راسي
که واصل کړمه یو ځلې تر اشنا ژوند
اسدالله الیاس
🎉2❤1
7 Sept 2026, 08:16 UTC79 views2 reactionsread 8 September 2026 نعت شریف
د دنیا، لۀ محترم سره مې مینه
لۀ نبي خیرالُامم سره مې مینه
ماتوم پرې سخته ورځ کې خپله تنده
زه یې غواړم، لۀ زمزم سره مې مینه
پۀ خاطر د نازولي پیغمبر مې
له حِرا او له حرم سره مې مینه
شفاعت یې د قیامت پۀ ورځ کې غواړم
لۀ شفیعِ مُکرَّم سره مې مینه
همېش ویاړمه او فخر کړم پۀ دې چې
له سردارِ دو عالم سره مې مینه
زه یې کلي او کوڅو ته ورتلل غواړم
لۀ کعبې او ملتزم سره مې مینه
زړه مې تل دی پرې ژوندی، عبدالجلیله
د ن…
🎉2
23 Jul 2026, 18:58 UTC596 views10 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
نعتیه کلام
ته شاهي خوبان
دلبر زما يي
ګران تر مور اوپلار
ځکه پرمايي
لمر ددنيا يي
نور دعقبا يي
ته شفيع په لو
ورځ دجزا يې
ته مي زړګی يې
دزړګي سره
اي محمده
يي معتبره
په مينه پايم
ستا مصطفي يي
ته مي تياره ژوند
ته ځل رڼا يې
ګران پرالله یې
ته زموږ اقایې
نبي اعلی یې
خیرالوراء یې
ستاپه روی فیدا
ټول کائناته
ای زما جانانه
یس طه یې
توردي زلفان دي
سره دي لبان دی
معشوق زما یې
توردي چشمان دې
تانه لوګی شم
تانه قربان شم
زه ای …
❤7🎉3
10 Jun 2026, 13:09 UTC884 views11 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
چي ونکړي اثر په زندګۍ کي کتابونه
نو هسي دي بې ګټي په کوپړۍ کي کتابونه
په دا رنګه ټولنه کي به څه پرمختګ وسي
چي چیرته هم خرڅیږي په رېړۍ کي کتابونه
یو څه د رنګ سامان وو او یوه وچه دوډۍ وه
یتیم سره هیڅ نه وه په بستۍ کي کتابونه
اثر چي چا اخیستی وي د غرب له تمدنه
ماڼۍ که به شراب وي په کږدۍ کي کتابونه
سېنډل په کي له نازه د خوردې رنګه پراته وي
اوس نه ايږدي اکثر په المارۍ کي کتابونه
زلمي مو کتابونه کړي په شا کتاب ته شا ک…
❤7💯4
10 Jun 2026, 13:09 UTC666 views4 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
په ګناه بار یم، ربه ومې بخښه
ډېر خطاکار یم، ربه ومې بخښه
یم دې راغلی توبهګار، دربار ته
ربه ناچار یم، ربه ومې بخښه
غواړم ستا فضل او کرم، خالقه
عمل کې خوار یم، ربه ومې بخښه
وخت د حساب راځي، زه څه وکړمه
زه ګناهګار یم، ربه ومې بخښه
ستا در ته لپه مې دواړه لاسونه
په انتظار یم، ربه ومې بخښه
فاروق! روان له امیدونو سره
د ژوند په لار یم، ربه ومې بخښه
فاروق رافع
❤4
10 Jun 2026, 13:09 UTC515 views3 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
غزل
رنګینو څخه کنار د دې دنیا شي
حلاوت چې د ایمان چا کې پیدا شي
هغه کړنه شي مردوده د خدای در کې
چې پیدا پکې یوه زره ریا شي
لا پالي شکر مسیر د رڼاګانو
لا شته ستوري چې د عشق په لار فدا شي
ډېر بې قدره بې ارزښته شي هغه چې
لارویان د خپل هوس او د هوا شي
واړه هیلې به پوره د عبیده شي
که په برخه یې خالقه! ستا رضا شي
فیض الله عبیده
👍3
10 Jun 2026, 13:09 UTC498 views1 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
لوړې ارادې
ژوند کې چې څوک ارادې لوړې لري
هغوی ضرور حوصلې لوړې لري
د سخاوت دعوه دې وکړﻱ هغوی
چې د خپل کور دروازې لوړې لري
خیر کۀ د بعضو قامتونه ټیټ دي
خو په ژوندون مرتبې لوړې لري
چې د وطن په درد یې زړه سوځېږي
هغوی تر هر چا جذبې لوړې لري
هر څوک مقام په دعوو، نۀ شي موندی
بریالي، تل کارنامې لوړې لري
چې د وخت قدر، او ارزښت پېژني
هغوی د ژوند تجربې لوړې لري
چا چې په دین او وطن ننګ کړی وي
د خدای په نزد، درجې لوړې لري
…
👍1
10 Jun 2026, 13:09 UTC474 views3 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
مبارک شه!
بختوره پخیر راغلې له مکې نه
د خواږه جانان له کلي او کوڅې نه
درنه خدای دې کړي قبول عالي دربار کې
طوافونه د ښایسته خانه کعبې نه
گوندې وشي پرې تسل د پرهر زړه مې
څو قیصې وکړه له حال د مدینې نه
عجیبه سکون ریښتیا هم په حرم کې
زړګی مومي هره خوا له منظرې نه
داسې ښکاري چې راغلی له جنت یې
نورانیت دې څرګندیږي له څهرې نه
دعا وکړه چې زه هم د ځان په څیر دې
تنده ماته کړم زمزم اوبو چینې نه
د سعید برهان به هله ارمان …
❤3
6 Jun 2026, 13:17 UTC667 views10 reactionsread 8 September 2026 Forwarded from @basrisanga9080
د اوښکو امېل
د اوښکو په سیلاب مي لوند ګریوان شو درپسې
زړګی مي مات جانانه له هجران شو درپسې
بیلتون دي د زغملو یاره هیڅکه هم ندی
اميد مې هم له ژوند سره قربان شو درپسې
یو زه نه يم شهیده ټول وطن دي ارمانجن کړ
پاش پاش د ژوند ارمان لکه باران شو درپسې
ستا وینو خو رنګ راوړ اوس وطن کي ازادي ده
لاس لپه په دعاء ټوله کاروان شو درپسې
ته نه ګورې په ياد کې دي شهیده ځوانيمرګه!
قاسم ايوبي ورک له خپله ځان شو درپسې
محمد قاسم ایوب…
❤9💯1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @al_aqsaEdara. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.