30 Jul 2026, 19:15 UTC19 viewsread 9 August 2026 پر سینه مې سو داوښکو لوند ګریوان وچ.
لکه ګل چې خپل شبنم کې پرخپل ځان وچ.
د فراق توښ مې وچ چشمان لانده کړه،
د زګیروې تاو ته مې بیرته سوه چشمان وچ.
ددنیا حرص مې زړه دمره راته تود کړ،
آنقریب دی چې مې کې دزړه ایمان وچ.
د وچ وعظ پرطیب تأثیر محال دی،
دواعظ سوه خوشې ژبه و شونډان وچ.
Signed محمد طیب اجمل
19 Jun 2026, 18:14 UTC58 viewsread 9 August 2026 Voice message
چې په ننګ مې ګرځوله پرسر توره.
هغه یار کړم دتهمت په ضرب معذوره.
شاعر طیب اجمل:
آواز دډیر محترم مولوې نورالدین زبیر صیب :
Signed محمد طیب اجمل
17 Jun 2026, 03:06 UTC70 viewsread 9 August 2026 دا د امام احمد بن حنبل (رح) د زړه بوږنوونکې او مشهورې قصیدې متن دی چې د انسان زړه په توبه او د اخرت په یادولو کې ویښوي.
دا د هغه ښکلي او اغېزناک نظم پښتو ژباړه ده چې د یوه توبه ګار بنده حال د الله جل جلاله په وړاندې بیانوي:
إذا ما قال لي ربي أما استحييـت تعصيـني
که زما رب راته ووایي: ایا شرم دې ونه کړ چې زما نافرماني دې کوله؟
وتُخفي الذنـب عن خلقـي وبالعصيـان تأتيـني
ګناه دې زما له مخلوقاتو پټوله، خو زما لوري ته د ګن…
Signed محمد طیب اجمل
11 Jun 2026, 20:19 UTC74 viewsread 9 August 2026 چې په ننګ مې ګرځوله پر سر توره.
هغه یار کړم دتهمت په ضرب معذوره.
دجنت حورې به ما وژنې بې شمیره،
چې مې وژنې هر بیګاه ددنیا حوره.
ده ترخه څڅوب له څکه مې سول څکه،
ځکه جوړ مې سو پر زړه زخم ناسوره.
هسې غټ حیوانات ډیر وه ګلان خوره،
خدای خواږه شهد تخلیق کړه له زنبوره.
انسان هیڅ وخت په یوه حالت کې نه وې،
طیب کله لڪه باز کله عصفوره.
Signed محمد طیب اجمل
10 Apr 2026, 05:42 UTC121 viewsread 9 August 2026 څنګه ومنم چې څوک لری بازار تیز.
د آدب پر ځای برعکس کوې کردار تیز.
فصاحت يی په خبرو کې زړه غواړی،
په لمانځه کې یه وی کډوډ گفتار تیز.
د مخلوق مخته قدم په ارام اخلې،
په حضور کې د خالق کوې رفتار تیز.
چې له چا سره موجود دغه عمل وې،
باندی لګې د طیب اجمل اشعار تیز.
https://t.me/ajmljan
Signed محمد طیب اجمل
19 Mar 2026, 11:42 UTC131 viewsread 9 August 2026 اَلسَلامُ عَلَيْكُم وَرَحْمَةُ اَللهِ وَبَرَكاتُهُ
قدر منو وړونو
اختر مو مبارک شه! الله تعالی ﷻ دې ستاسو روژې، عبادتونه او دعاوې قبولې کړي، ژوند مو له خوښیو او برکتونو ډک شه
په درنښت
ستاسو ورور طیب اجمل
Signed محمد طیب اجمل
22 Feb 2026, 09:15 UTC156 viewsread 9 August 2026 د هر خیال له پلاوه سره ټولیږې،
سست ایمان لکه په تار دعنکبوت کور.
دائم کور زیرِزمین دی پر اوږو نه،
لنډ زمان لري اشنایه د تابوت کور.
چې دژبي یې قبیح باروت اور واخلي،
په سوخته مې سي طیبه د سکوت کور.
Signed محمد طیب اجمل
25 Jan 2026, 10:01 UTC178 viewsread 9 August 2026 تیغ او توره چې په کار شې سنان غواړې ،
که په کار نه وې نو زنګ به یې جوهر خورې.
ګیله مه کوه دخړ سنګر زمریه،
د بستر پړانګ که شکرې ددفتر خورې.
په سکوت صبر اختیار کړه بدل غواړه،
باک یې نسته که دې برخه ژبه ور خورې.
ای طیبه که دښکلو پس خورده سوې،
پروا مه کوه په سوال کې دې سوالګر خورې.
Signed محمد طیب اجمل
14 Dec 2025, 18:10 UTC206 viewsread 9 August 2026 Video
فیلم از طرف طیب اجمل
Signed محمد طیب اجمل
3 Dec 2025, 05:56 UTC184 viewsread 9 August 2026 خواږه ترخه تر هرچا ښه پیژنم،
قصداً دشهدو پرځای زهر خورمه.
وعظ کوم چې دچا حق به نه خورئ،
خپله دخپلې لورکۍ مهر خورمه.
منافق دوست سره سختی په کارده،
زه ورته خپل غضب او قهر خورمه.
دنن ترخه به مې سبا خواږه سې،
طیب په دې انتظار دهر خورمه.
Signed محمد طیب اجمل
15 Nov 2025, 06:44 UTC207 viewsread 9 August 2026 Voice message
فایل صوتی از طرف رب ﷻصالحین مو کړه
Signed محمد طیب اجمل
15 Nov 2025, 06:44 UTC205 viewsread 9 August 2026 مولوی مجتاج صیب آواز
Signed محمد طیب اجمل
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @ajmljan. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.