7 Jun 2026, 12:36 UTC81 views15 reactionsread 9 August 2026 دتو دو حماسو شرنګ دی په غزل کې
دخـوږې میـنې اهنګ دی په غـزل کې
دیـو چا دښـکلي حسـن معیار ټاکي
دلفظونو سره جنګ دی په غزل کې
که هـرڅـو پکې وفا ټکی د(ط)دی
ماستایلی غنمرنګ دی په غزل کې
چـې دښـکلو په ادایم زهیـرســوی
ما ایستلی دزړه زنګ دی په غزل کې
هنري "ځکه مي خوښ دی بیایه لیکم
دجانان دشنډو رنګ دی په غــزل کې
❤🔥5🥰4❤3💯2👍1
29 May 2026, 10:43 UTC120 views11 reactionsread 9 August 2026 Photo
په اخترکي کي سواختره زیري راوړه
بخــتورسـي بخــتوره زیــري راوړه
زموږ(دِحیه کَلبي)قدم دي په نیک فال سه
ددي عصــرله قیــصره زیـــري راوړه
د (قموص 1)برجونه ایل کړه په اخلاقو
مدینــې تـــه دخیـــبره زیــري راوړه
دوقارتاج کــــړه پرســردافـغانــانــو
مجاهـــدابـن عمــــره زیـــري راوړه
ددعــازغــره په ځـان دهنــــري"کړه
داځــل ځــه دلــراوبـــره زیــري راوړه
🥰8❤🔥3
29 May 2026, 07:41 UTC110 views9 reactionsread 9 August 2026 نن دي ښکليه له رخساره سپرغۍ غورځي
له خبــرودي بي واره ســپرغۍ غــورځي
قهــریـدلې اننــګوکـې دي ســـرخې ده
ستادسترګوله خماره سپرغۍ غورځې
په احـساس دي لګـیدلي دي اورونـه
له لفظوڅخه دي یاره سپرغۍ غورځي
بغـاوت دي په نغمــوکې په نڅــادی
له تارونودي سِـتاره سـپرغۍ غورځي
هنـري" دخیال جونګړه کې دي شوردی
له غـزله دي شاهکاره سپرغۍ غورځي
❤6❤🔥1💯1🥰1
6 May 2026, 07:22 UTC176 views30 reactionsread 9 August 2026 موسم دځوانۍ تیرسوپه خفګان مزه یې نه وه
ارمان دغسي پاته سوارمان مزه یې نه وه
دښـکلوپه بازارکې د وفا رنــګ قیـمتي وو
موږهره سوداوکړه په تاوان مزه یي نه وه
پالــنه راته ګرانه سـول ددواړو" بیـوسې وه
راضي نه سول که جیب وکه جانان مزه یي نه وه
دمیـنې پـربـهارد دیـدنـونو وچ کـال راغی
ونه سو دوصال د شورباران مزه یي نه وه
پالـل دغـنـمرنګوهــنري! اســان کـارنـه وو
رالوی موکړل په جان اوپه قربان مزه یي نه وه
❤14🥰6❤🔥3👍3💯3🎉1
12 Apr 2026, 10:46 UTC201 views22 reactionsread 9 August 2026 دمـــړوهیلوژوندون ته مسیحا دي ځیني خلګ
خــواږه لکه دشــاتوپه رښتـیادي ځیـني خلــګ
خوښې یې له سیمااوري له ټنډې یې نورڅاڅي
په تـش لاس اوخـالي جیـب هم پاچادي ځیني خلګ
یوچاته دیـوه ســړي په شــتون جهان رنګین وي
دټوله ښارپه شــورکې هم تنـهادي ځیـني خـلګ
که څــه هـــم دلتـه ډیـردي پلـویان دبـدرنګـیو
مئیـن دزړه له تـله پرښــکلادي ځیـني خـلـګ
په یادیـې" هنــــري"دزړه دردونه التـیام کـړو
مـوده وسـوه له سـترګوموفنادي ځیني …
❤5🥰5❤🔥4💯4👍3🎉1
28 Mar 2026, 11:35 UTC227 views11 reactionsread 9 August 2026 دجـام په قــدرپـوه ســوم دخـمارله بـرکـته
لـــرم دتجـــربــو "کان "دروزګار له بــرکتــه
اغوسـتې ده غازي وطن چوخه دګل دپاڼو
ښــکاریـږي لـکه لـعل"دنــوبـهارلـه بــرکــته
مرصوص کاروان روان دکامیابیوپه تکل کي
دغـــه دبــري راز دی دســالارلــه بــرکــــته
حسـن لغـیره هــم دې تــه وایې لکه نن چې
یوه خـــوله ســـوداکلی داغـیارلــه بــرکـــته
دهـــرې هـدیــرې په غــاړه هاردشــهیدانــو
زمــوږ روږدي هــم فائـزسـول دبمـبارل…
❤5❤🔥3💯2🥰1
28 Mar 2026, 11:35 UTC206 views13 reactionsread 9 August 2026 دروان ګلورین پسرلي ، وروستیوپیښواوروانوحالاتواړوند دغزل په بڼه زمایوڅوکمزورې کرښې
❤4👍4❤🔥3💯1🥰1
14 Jan 2026, 08:51 UTC274 views21 reactionsread 9 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
🥰9❤6👍3💯2🎉1
14 Jan 2026, 08:51 UTC333 views14 reactionsread 9 August 2026 File
النبوي اداره یې وړاندې کوي
دفکري جګړې: داستان
د خپرونې نوم : د اسلامي امت دروح خلاف غلی یرخل
د داستان نوم : فکـري جګړه
غږ : قاري زاهدالله زاهدي آغا
ترتیب، ځوان نسل روزنه
برخه : اوله (01) برخه
وړاندې کوونکي : النبوي خپرندویه اداره
#النبوي_دترانو_سترمرکز
https://t.me/abawynat131
❤🔥6❤2👍2💯2🎉1🥰1
31 Dec 2025, 14:39 UTC320 views25 reactionsread 9 August 2026 مېنه خـپره کړې دبلهازړونوتســل جــوړسي
په پټه خوله دردونه وزغـــمي اتل جـوړسي
یوســفي حســــن دزندان دتیاروشاته یوسي
ځکه لائق دتخت وتاج اوشیش محل جوړسي
توره ډبره وي په غیــږکي دصحــراویــده وې
دیاردسترګوچې همدم سې تري کجل جوړسي
زموږدکلي وریښـــمین خلک دنجات فـــرشتې
دښــمن ته څنګه تیره غــشي داجل جــوړسي
هنــــــــري! زمــااودحــالاتــودټکـــــــراوازدی
درنګین خیال دپردو رنګ واخلي غزل جوړسي
❤13💯4🥰4❤🔥3👍1
31 Dec 2025, 05:00 UTC286 views9 reactionsread 9 August 2026 ګامــونه غــواړي ګړندي لامـزل ډیرپاته دی
پام چې ونه سې بیغوري لامزل ډیرپاته دی
دشپې بلاوې مجازات کړئ دقلــم په نیــزو
ځــــوبه تربام درڼایي لامـــزل ډیـرپاته دی
دشیرینۍ پرڅنګل خوب دومره اسانه نه دی
عــــزم پکاردی فرهـادي لامــزل ډیرپاته دی
سترګې دي ښکلي دې جانانه داخلاص په زیور
دپـــوهې ورکړه ســلایي لامـزل ډیرپاته دی
دتـقــوازغــره کړه په تن دباطل جنګ ته وځه
درته دعاکړي هنــــــــري!لامزل ډیــرپاته دی
❤8👍1
30 Dec 2025, 19:02 UTC245 views6 reactionsread 9 August 2026 File
الاسلامي خپرندویه اداره یي وړاندي کوي
/:1:/ نوی ترنم عنوان
عبیده؛ د امت غږ، د شهادت ستوری"
دا ترانه د هغه ستر مجاهد، شهید ابو عبیده، په یاد کې ده؛ هغه چې د غزې د مظلومو خلکو وینا و،د حق ناره، د مقاومت څېره، او د اسلامي امت د میړانې سمبول و.
هغه نه یوازې یو ویاند و، بلکې یو غږ و چې د امت زړونه یې راویښول
کسر
هم خوږه او هـم بیداره ژبه لاړه
ستړې ستړې ناقـــــراره ژبه لاړه
ترانه ویونکی
ق زاهدالله زاهدي آغـــــا
شاعراب…
❤4👍1😢1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @HenryASNA123. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.