21 Jan 2025, 10:46 UTC418 viewsread 6 August 2026 زمونږ د تورتمو مسیر قائم به ترسهاره وي
دا سپیڅلی یون به مو ملګری ټوله لاره وي
دا ستړی ولس د امن غېږه کې خوشحاله دی
پل او هر قدم ددې کاروان د خدای لپاره وي
ډاډ به پسرلی په عطورو وږمو وپاشي
سپین بیرغ رپانده دې له کلي نه ترښاره وي
وقف مو شیرنې آزادۍ ته دنګ سرونه کړل
امر اطاعت به مو همیش له خپل سالاره وي
دا *هجران* به خوښ په مسته غېږه د حریت کې وي
دلته دې د شر فساد بلا همیش سنګساره وي
*نذیرالله هجران*
Signed شاعر نذیرالله هجران
13 Oct 2024, 11:23 UTC559 viewsread 6 August 2026 https://t.me/shamshad145
Signed شاعر نذیرالله هجران
13 Oct 2024, 11:23 UTC506 viewsread 6 August 2026 د انقلابي شاعر چینل درسره جائین کړئ
Signed شاعر نذیرالله هجران
29 Dec 2023, 14:33 UTC891 viewsread 6 August 2026 د اسلامي نظام قانون به پردي څه پېژني
هسکه شمله ګرځه ولس دې یاره ښه پېژني
د مقدسې مینې خوږ انځور دې ویني نړۍ
خپل شجاعت به دې په ټوله نړۍ وپېژني
پرواه یې مه کوه که نور یې پېژندلی نه یې
په سَیاست او په جګړه کې دې ډېر ښه پېژني
په اسلامي نظام سنتو او فرهنګ د اسلام
که څوک مو سیال وي نو ځانونه دې را وپېژني
مونږ یهودي قانون نه کړی بغاوت"هجرانه"
په رسمیت باندې مو ځکه نړۍ نه پېژني
نذیرالله هجران
Signed شاعر نذیرالله هجران
21 Dec 2023, 16:20 UTC833 viewsread 6 August 2026 https://t.me/Almuhammadi119?livestream
Signed شاعر نذیرالله هجران
2 Oct 2023, 18:59 UTC930 viewsread 6 August 2026 زما د خوښۍ اوښکې په ګرېوان کې مېلمنې
بیــخي داســې رڼـــې لکه اوبه د قوشــتېپې
دا خاوره مو وجود دی او اوبه یې زمونږ وینه
اخیــستې یې زمونـــږه له رګـــونو سرچــینې
پامیره داسې دنګ به وي زمونږ د غیرت څلی
د ســــتا په شان مو دنګې دي سپېڅلې ارادې
هېواده جوړې دې د سیالانو سره سیال دوی
په غـــېږه د کابل کـــې دي د امـــن فرښتې
د امن لمـــر ختــــلی له واخانه تر هــــلمنده
وژلـــي یې د هر ســـتم او هر جــــبر تیارې
ز…
Signed شاعر نذیرالله هجران
10 Apr 2023, 06:09 UTC≈1,240 viewsread 6 August 2026 حسیـــنې آزادی په تنـــدي ښــــــــکل مو کـــړې کـنه؟
د ستـړي انقـــــلاب د پکــــــړۍ ول مــو کــــړې کـنه؟
د ګــــــردې نړۍ ستـــــرګې مــو درواړوې هــــــېواده
غــــازي افغــــانســــــــتانه ستر اتل مو کــــــړې کـنه؟
وفـــــا مو په وعــده د توحید سپـین بیرغــــه وینې؟
رپـان د ارګ په بـام او په کابـــــــل مـو کــــــړې کـنه؟
نړۍ سره ډغــــــــــــــــــرې سوپر پاور ایټم خیل دي!
د هر چا خوله کې سخت سواله ځه حل…
Signed شاعر نذیرالله هجران
14 Oct 2022, 04:53 UTC≈1,120 viewsread 6 August 2026 Forwarded from @AnGazah
رسول الله ﷺ فرمــايي:
د قيامت په ورځ به تر ټولو نږدى کس ماته هغه وى،
چى په ما يي ډير درود ويلى و 💝 )
(ترمذى)
─┅━━━━✦━━━━┅─
اَللَّهُمَّ صَلِّ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞َ و عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا صَلَّيْتَ عَلَى إِبْرَاهيمَ ۞ وَ عَلَى آلَ إِبْرَاهِيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ مَجِيدٌ
اَللَّهُمَّ بَارِكَ عَلَى مُحَمَّدٍ ۞ وَ عَلَى آلِ مُحَمَّدٍ ۞ كَمَا بَارَكْتَ عَلَى إبرَاهِيمَ ۞ وَ عَلَى آلِ إِبْرَاهَيمَ ۞ إِنَّكَ حَمِيدٌ …
Signed فِـردَوْس محترم
13 Oct 2022, 10:47 UTC≈1,160 viewsread 6 August 2026 دمرحوم مولوی صيب محمد یونس خالص بابا رحمه الله شعر
کوڅه ډب
شیطان ترینه جوړیږي چې انسان شي کوڅه ډب
یاران شي ترې بیزاره چې یاران شي کوڅه ډب
نن دلته سبا هلته کله سم شي، کله کوږ شي
سم جوړ شي منافق چې مسلمان شي کوڅه ډب
نوکر د استعمار شي خپل ملت په نورو پلوري
د کوم هېواد، چې پوه ملي ځوانان شي کوڅه ډب
وبا شي قام کې ګډه د ژوندون بیړۍ چپه شي
د چا چې ملایان او واعظان شي کوڅه ډب
وطن ساتلی نشي په چوکۍ چې کړي جنګونه
ګیدړې ت…
Signed فِـردَوْس محترم
11 Oct 2022, 14:32 UTC≈1,130 viewsread 6 August 2026 مــات را مــات شـمـه ورانـېږمه را لوېږم
غم دې دروند دی چې ودرېږمه را لوېږم
زمـانې ستا د اوربل په ول کې ګل يم
په ورو ورو را مـړاوى کېږمه را لوېږم
مينتوب خو د ديوال په سر مزل دى
هــــر قدم ســــره يرېږمـه را لوېږم
عشقه ورک شه مړه زه خو دې ماشوم کړم
ډک محفل کــې ویـده کـېږمـه را لـوېږم
هسې غــر يم د طوفان له وسه تېر يم
خو چې سـتا تر مخ تېرېږمـه را لوېږم
عجيبه ده ته چې خاندې راماتېږې
زه چې کله هـم ژړېږمـه را لو…
Signed فِـردَوْس محترم
11 Oct 2022, 02:23 UTC846 viewsread 6 August 2026 Forwarded from @GullKhabari
.
راځئ نن ورځ داسې پیل کړو!
د هیچا زړه مات نکړو!
قضاوت ونکړو!
د چا پر مشکلاتو ونه خاندو!
او بلاخره د یو چا شخصي حریم ته داخل نشو.
Signed فِـردَوْس محترم
18 Sept 2022, 16:52 UTC≈1,250 viewsread 6 August 2026 File
ترز دواهم دغه خوندور دې
مات يمه ستا په بېلېده خذيفه
د ګران خوږ د رور په شان ياروو په ياد کې شهيد تاج مان الله عرف خُذيفه داوړ
په غږ د مولوي سيد سبخاني
Signed ضرار مسعود
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @Adabi_Ghami. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.