24 Mar 2025, 18:42 UTC138 views2 reactionsread 9 August 2026 شاعر: محمدعليم بسمل
بوی د لوږې تندې له غزې راځي شمال دی
کفر یې لاندې کړی هم جلال او هم جمال دی
ژوند لکه اوبو وړې ماشومه مرسته غواړي
هیڅوک هم لاس نه ور اوږدوي، قحط الرجال دی
کړو به د مړ شوي سپي تپوس عمر له ځانه
ته په قتل عام د انسان چپ یې ای جهانه
زموږ هم په بمبار کې ښکلې خونې سوځېدلي دي
موږ هم هرې لوټي ته جلا جلا ژړلي دي
مونږه هم د ټولې کورنۍ قتل لیدلی دی
موږ هم جنازې له تورو خاورو را اېستلي دي
مونږه هم یوازې وو …
👍2
10 Nov 2024, 17:04 UTC178 viewsread 9 August 2026 ګناه کوم انسان یمه خو بېرته پَښیمان شم
جانان خو کېدای نه شم، کاشکې سیوری د جانان شم
یو دوه رکاته لمونځ هم راته غر پر اوږو ښکاري
را ویښ په نیمه شپه چې د بلبلو په اذان شم
بس دا به زما سخ وي که یې دوې خبرې واورم
مېږی یمه د لارې چې ور پېښ په سلیمان شم
ښکالو د یوه ګل ده را روانه لار یې څارم
تر پښو د ازغو لاندې غوړېدلی بَیابان شم
د پورې غره پر سر څوک په ټپه کې داسې وایي
دا نن خو راته ګورې نه سبا به دې ارمان شم
شېبې د …
9 May 2024, 14:28 UTC261 views3 reactionsread 9 August 2026 د ړنګه شوې مې دزړه دنګه ماڼۍ درپسې
خوندمې دی تللی دتمامې زندګۍ درپسې
ستادروستي ملاقات روسته بیا مې ونه لېدې
په انتظار دې ولېدم هره ګړۍ درپسې
د بېلتانه اثر دې پاتې لا تازه هغه سې
دي مې مړې شوي دزړه ټولې ډیوګۍ درپسې
سهار ماښام دې په دوعا کې یادوم زړګکه
په دوعا لپې مې نیولي دي ځولۍ درپسې
خاورې مې واوښتې په ځوانوارمانوچې لاړې
لیلام مې شولې دژوندون ټولې خوښۍدرپسې
دی اسلامي نظام را غلی خو ته رانه غللې
شهیده ومې …
❤1👍1🤔1
9 May 2024, 14:27 UTC207 views2 reactionsread 9 August 2026 کړې مو سیالي تر هر ډګره له نړۍ سره
زور مو ازمویلی ښه په نره له نړۍ سره
موږ د سیاست او جنګ جواب په لاس ورکړی دی
داسې مو حل کړې ده خبره له نړۍ سره
موږ د دین او خاورې په سر ځان او کور ته ژوند اور کړ
تللي یو پر دې تر ډیر خطره له نړۍ سره
مونږه تل ساتلي دي شخصي او اسلامي حقوق
غَور پر تګ لاره کړو له سره له نړۍ سره
ژمن مو چې حقونو او قانون ته نړیوال وي بیا
داسې تعامُل غواړو بهتره له نړۍ سره
موږ افغانان یو سر وو دا ټوله …
❤1🥰1
2 May 2024, 09:55 UTC184 viewsread 9 August 2026 چې شبنم ستا د دیدن ورباندې ؤشي
د زړۀ للمه مې ګلونه د ګلاب کا
جنتي ژؤند یې پۀ اور راته بدل کړ
څۀ نادودې دا زړګی خانه خراب کا
ما د مینې پۀ تاؤدۀ بازار کې بایلود
زړۀ ګرم نۀ دی چې درزا او اضطراب کا
پۀ مسکاؤو پۀ لمبو کې لمبېدل کا
دا د کوم بزم اثر دی ځان کباب کا
زۀ یې لپه کې یم سوال غوندې نیولی
اجابت ته انتظار مې انتخاب کا
د بېلتون لۀ رغند غشي دې رب ساته
جوړ د زړۀ پۀ سر کې داغ لکه اعراب کا
د روح نۀ مني یاغي سر کشه نف…
2 May 2024, 09:55 UTC161 viewsread 9 August 2026 غزل
زه چې وام دا به مې خپل يار وګڼي
هغه مې خنډ د خپلې لار وګڼي
اوس هم په ښو خلکو کې ښه يادېږم
بس ګناهګار مې ګناهګار وګڼي
د ځان د پلور په نيت بازار ته را شم
خو دکاندار مې خريدار وګڼي
چې د حالاتو سره رنګ واړوم
ليدونکي ټول مې اداکار وګڼي
خدايزده همدا به يې تابوت شي سبا
نن چې د کوم تخت ځان حقدار وګڼي
چې ريښه وچه شي او څانګې کږې
لرې ياران مې ثمربار وګڼي
زه لکه لاش اوبو پر سر اخيستی
خو غرق مې ځان ته مددګار وګڼي
د …
2 May 2024, 09:55 UTC138 viewsread 9 August 2026 دغه جماعت او دا امـــام خدایه محفوظ لرې
دا محمدي شرعــــي نظام خدایه محفوظ لرې
دی چی مسمی په امارتِ اسلامي باندې
دغه مسمی او دغه نام خدایه محفوظ لرې
واړه نړیوال یې مقابل کی دي سرټیټي اوس
دغه لوی عزت او احترام خدایه محفوظ لرې
دا نظام دی ټوله د خوښۍ له پیغامونو ډک
ته یې د وحدت په نوم پیغام خدایه محفوظ لرې
دلته تــــفــرقــــې او تعصب لپاره لار نشته
شوی د باطل مخته قیام خدایه محفوظ لرې
ورو ورو به نړۍ ټول شعائر د ا…
2 May 2024, 09:54 UTC168 viewsread 9 August 2026 زړۀ له سينې زور کوي او شور کوي یو چاپسې
مخکې ځي او ما په بې رحمۍ کشوي شاپسې
ځای په ځای تاوېږمه نور ستړی یم غورځېږمه
داسې یم او هاسې نور یې ته ګرځه معنا پسې
نيمه دروازه مې خلاصه کړې نيمه پورې ده
سترګې مې پسې دي او که زړۀ دی که ارواپسې
تبې لاندې کړی يم د درد پوښتنه مکوه
خدای سره دوا مې ده نور نه ګرځم دواپسې
نه خو مې جانان مني او نه مې هم خپل زړۀ مني
کور کې مې جنجال دی او خبرې دي په ماپسې
ټول جهان جانان جانان څوک و…
2 May 2024, 09:54 UTC139 viewsread 9 August 2026 ثالث عمر
خدایزده چي کم پیران پیر دې هديره کي پروت دی
کوم قلندر او کوم ملنګ دې مقبره کي پروت دی
دتقدس له فیض یي واخیستي خُردې دعظمت
کوم مبارک سړی دافغان په جزېره کي پروت دی
دپيشګویي راز یي وو نغښتی دحکمت جامو کي
اعجاز دګُفت یي اوس دصِدق سېپاره کي پروت دی
فخرِ عرب فخرِ عجم ولي کامل مبارک
د اعجمي میهن دسیوري کناره کي پروت دی
دا بُت شکن وو مُقَلِد د ږابراهیم دتقلید
افغانستانه دا اعزاز دي شجره کي پروت دی
دزړه انګړ کي…
16 Apr 2024, 18:39 UTC158 views3 reactionsread 9 August 2026 غزل
په زړۀ مي ښه لږې خوږې سترګي
يوځـل راواړوه دا مړې سترګي
اې ته دزړو له ازار نه ويرېږې
چي لکۍ داري توره وې سترګي
څه په هنر مي ياره زړۀ وړې رانه
دا چـي په نــاز را اړوې سترګي
فدا خو زړۀ درباندي وه بايللو
چي مخامخ را جنګه وي سترګي
محمدابراهيم فدا
❤3
16 Apr 2024, 18:39 UTC155 views3 reactionsread 9 August 2026 غزل
اچولي دي یو مونږ په اضطراب کې
سړی څه ووایي ستا په انتخاب کې؟!
زه به ګورم چې ته کوم برداشت ترې اخلې
در لېږلې مي دي اوښکې په کتاب کې
فرصت شته مګر همغه شور لا نشته
چې باید وي په ممبر او په محراب کې
ما اختیار د هیلو در کړ، او تا مړې کړې
در شریک یمه زه هم په دې ثواب کې
په کار نه دي په خپل نیت باندې شکونه
نیکي وکړه بیا یې واچوه در یاب کې
پاته شوی محمودي څوک په خپل آب کې؟
په غربت کې او د تمې په عذاب کې
محمودي انص…
❤3
9 Apr 2024, 16:01 UTC136 viewsread 9 August 2026 نعت شریف
څه خوږې وې، لکه شات، لکه شکرې ستا خبرې
اورېدې به بختورو، بختورې ستا خبرې
لکه لمر د ژمې لګي خوږ په کنګل اندامونو
داسې پرېوزي د زړه ټپ ته څه ژورې ستا خبرې
د پېړو په فاصله دې لا خوږلت په زړه کې ساتم
رانږدې وي رانږدې وي څومره لرې ستا خبرې
هر آفت له ټولو خواو ته په خلاصه سینه پروت یم
راتاو کړې مې له ځان وي لکه زغرې ستا خبرې
هغه ستا د زمانې منافقان شته دی لا اوس هم
چې یې لګي په زړه هغسې ډبرې ستا خبرې
یو زاهد…
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @sherone1. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.