28 Jul 2025, 14:37 UTC54 viewsread 9 August 2026 #نهم_حدیث_شریف:
وعن ابن عمر رضی الله تعالی عنه قال: قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: کل شئ بقدر، حتی العجز والکیس. رواه المسلم.
#ژباړه: د حضرت عبدالله بن عمر رضی الله تعالی عنه څخه روایت دی: رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمائل: هر شی په تقدیر سره کیږي، تر دي چي دانایي (هوښیارتوب) او ناداني (کم عقلتوب).
#تشریح: ددي حدیث مطلب دادی، چي د هوښیارۍ او بیعقلۍ کوم معیار دی هغه هم د تقدیر د دایرې څخه بهر نه دی؛ بلکي تقدیر …
Signed مسبح
28 Jul 2025, 07:48 UTC54 viewsread 9 August 2026 بد اخلاقي د باطني نجاست نښه ده.
Signed مسبح
6 Jul 2025, 04:44 UTC65 viewsread 9 August 2026 #د_استغفار_ویلو_ګټي!
۱ـ استغفار ویل د الله تعالی د امر پر ځای کول دي.
۲ـ جنت ته د ننوتلو سبب دی.
۳ـ د ګناهونو د بخښني غوره لار ده.
۴ـ د رزق د لارو خلاصون دی.
۵ـ د مړیني وروسته درجې پورته کوي.
۶ـ د الله تعالی قهر او عذاب بند وي.
سبحان الله وبحمده سبحان الله العظیم.
#یادونه: هر ډول استغفار ویل دغه ځانګړتیا وي لري.
Signed مسبح
25 Jun 2025, 17:35 UTC47 viewsread 9 August 2026 انسان د انساني چوکاټ د ننه انسان دی، کله چي د خپل چوکاټ څخه ووځي بل څه ځني جوړ سي، داسي څه چي حیوان هم شرافت باندي لري.
Signed مسبح
21 Jun 2025, 17:46 UTC52 views1 reactionsread 9 August 2026 #ځوانه_او_پیغلې!
که دي شهوت قوه ډیره غالبه وي په وار وار ګناه کي مبتلاء کیږي لاندي عملونه، ترسره کړه ان شاءالله تعالی د ګناه څخه به وژغورل سي:
لومړی: روژه نیسه.
دوهم: د شهوت راپارولو وخت کي اودس وکړه او نفل لمانځه ودریږه.
دریم: درود شریف او استغفار زیات وایه.
څلرم: ځان په کار کي مصروف ساته، ترڅو شهوت لروونکی فکر دي د ذهن څخه ووځي.
❤1
Signed مسبح
19 Jun 2025, 15:18 UTC40 viewsread 9 August 2026 #پـوښـتـنـه: د کوچني شیدي خوړوونکي ماشوم قی پاک دی او که ناپاک؟ که ناپاک یي، نجاست خفیفه او که نجاست غلیظه دی؟
#جـواب: شیدي خوړوونکي ماشوم او لوی سړی که چیري په ډکه خوله قی ووهي دا نجاست غلیظه دی، که بدن او جامه په ککړه سي مینځل یي ضروري دي.
Signed مسبح
28 May 2025, 15:11 UTC50 viewsread 9 August 2026 #مسئله: د حضرت اسماعیل علیه السلام پر ځای پسه حلالول!
کله چي حضرت ابراهیم علیه السلام د خپل زوی په حلالولو بوخت سو، الله تعالی امر ورته وکړ:
وَفَدَيۡنَٰهُ بِذِبۡحٍ عَظِيمٖ. سورة الصفات ۱۰۷.
ژباړه: او موږ يوه لويه قرباني په فديه كي ورکړه، هغه هلك مو خوشي کړ.
تفسير: يعنې د لوئى درجې چې له جنته راغلى وه يا ډيره قيمتداره يا سمينه، څربه او تيار بيا همدغه د قربانى رسم د حضرت اسمعيل عليه السلام د عظيم الشان يادګار په شان د…
Signed مسبح
28 May 2025, 07:35 UTC42 viewsread 9 August 2026 #مسئله: د قربانۍ تاریخ!
قرباني کول که څه هم د آدم علیه السلام د زمانې څخه د عبادت په شکل اداء کیږي، د حضرت آدم علیه السلام دوو زامنو هابیل او قابیل قرباني کړي ده او الله جل جلاله د هغو په هکله داسي فرمائي:
وَٱتۡلُ عَلَيۡهِمۡ نَبَأَ ٱبۡنَيۡ ءَادَمَ بِٱلۡحَقِّ إِذۡ قَرَّبَا قُرۡبَانٗا فَتُقُبِّلَ مِنۡ أَحَدِهِمَا وَلَمۡ يُتَقَبَّلۡ مِنَ ٱلۡأٓخَرِ قَالَ لَأَقۡتُلَنَّكَۖ قَالَ إِنَّمَا يَتَقَبَّلُ ٱللَّهُ مِنَ ٱلۡمُتَّق…
Signed مسبح
27 May 2025, 14:22 UTC46 viewsread 9 August 2026 #مسئله: اختری/قرباني د قرآن په رڼا کښي..!
لَن يَنَالَ ٱللَّهَ لُحُومُهَا وَلَا دِمَآؤُهَا وَلَٰكِن يَنَالُهُ ٱلتَّقۡوَىٰ مِنكُمۡۚ كَذَٰلِكَ سَخَّرَهَا لَكُمۡ لِتُكَبِّرُواْ ٱللَّهَ عَلَىٰ مَا هَدَىٰكُمۡۗ وَبَشِّرِ ٱلۡمُحۡسِنِينَ. سورة الحج ۳۶.
ژباړه: نه د هغو غوښي الله جل جلاله ته رسیږي او نه یې ويني، خو هغه ته ستاسي پرهېزګاري رسیږي.
هغه ستاسي لپاره څاروي تابع کړيدي، تر څو چي تاسي د الله جل جلاله په درکړي لارښوونه …
Signed مسبح
7 May 2025, 15:28 UTC44 viewsread 9 August 2026 #مسئله: اودس (۳) اقسامه دی.
①ـ فرض: چي بي اودسه وي د لمانځه لپاره اودس تازه کوي.
②ـ واجب: کله چي پر کعبه (بیت الله) شریفي طواف کوي، اودس تازه کوي.
③ـ مستحب: د خوب لپاره، د تفسیر کتلو لپاره، و میت ته غسل ورکولو وروسته، د قهقهه (په زوره خندلو) وروسته او د اودس درلودلو په صورة کي بل اودس تازه کول.
عالمګیریه
Signed مسبح
5 May 2025, 15:10 UTC44 viewsread 9 August 2026 #مسئله: د اودس لپاره (۱۳) شیان سنت دي.
①ـ په شروع کي بسم الله الرحمن الرحیم ویل.
②ـ لاسونه تر مړوندونو پوري مینځل.
③ـ د خولې مینځل.
④ـ د پزې مینځل.
⑤ـ مسواک وهل.
⑥ـ د ږیرې خلالول.
⑦ـ د ګوتو خلالول.
⑧ـ هر اندام (۳) ځله مینځل، لکه مخ لاسونه او پښي.
⑨ـ د ټول سر مسح کول.
⑩ـ د غوږو مسح کول.
⑪ـ نیت کول، یعني: په زړه قصد کول چي د بي اودسۍ څخه ځان باسم و اوداسه ته.
⑫ـ په ترتیب سره اودس کول، یعني: اول مخ، دوهم لاسونه، دریم د…
Signed مسبح
4 May 2025, 14:53 UTC35 viewsread 9 August 2026 #مسئله: د اودس لپاره څلور شیان فرض دي.
①ـ د مخ مینځل: د مخ مینځلو اندازه د یوه غوږ د نرمۍ څخه د بل غوږ تر نرمۍ پوري او د ویښتیانو د شنه کیدو څخه شروع بیا، تر زنه لاندي دغه د مخ اندازه ده.
②ـ د لاسو مینځل: د ګوتو سرونو څخه شروع بیا، تر څنګلو پوري، څنګل فرضو کي داخل ده.
③ـ د سر مسح: د سر څلورمه حصه.
④ـ د پښو مینځل: د ګوتو سرونو څخه شروع بیا، تر بیجلکو پوري، بیجلکي فرضو کي داخلي دي.
الله تعالی فرمائي:
يٰٓأَيُّهَا الَّذِ…
Signed مسبح
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @rayaftahghan. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.