7 Aug 2026, 06:05 UTC93 views23 reactionsread 7 August 2026 ستا د یو دیدن لپاره روڼې شپې کړم
په حضور د رب درنې درنې سجدې کړم
له هر خوا په ما باران د کاڼو وري
چې په خوله مې د منصور غوندې نعرې کړم
د خپل نفس له دې زندان به ځان ازاد کړم
د حق لوري ته به خپلې تلوسې کړم
قدمونو کښې د خضر نښې ګورم
معرفت ته نوې نوې تجربې کړم
د طور غرۀ ته د موسیٰ په نظر ګورم
هر نظر کښې پټې پټې نندارې کړم
د یوسف د صبر لاره مې نیولې
نۀ د مصر د تخت تاج زړې قيصې کړم
هغه نور دي چې مزې يې پکښې وکړې
زۀ ا…
❤15🎉3💯3👏1🕊1
5 Aug 2026, 15:37 UTC199 views35 reactionsread 7 August 2026 قلم واخله پۀ لاس کي کتابچه واخله پۀ لاس کي
ماشومه ښوونځۍ تۀ ځه بسته واخله پۀ لاس کي
د دې هېواد راتلونکي ته به ته لکه روڼ لمر شې
تيارې لۀ ذهنه و باسه ډېوه واخله پۀ لاس کي
تعلــيم وکــړۀ چي ښــکلې آينده و لرې ګله!
قرآن واخله پۀ لاس کي سېپاره واخله پۀ لاس کي
ويښ فکره شه څراغ د پوهې بل کړه پۀ وطن کي
ساينس ولوله رياضې او فلسفه واخله پۀ لاس کي
پام خاورې درنه ونه خوري پۀ غوَر ورته ځير شه
د خپل پلار او نيکه دنګه شمله واخ…
🥰26❤3🍓2🕊2👍1💯1
3 Aug 2026, 04:26 UTC299 views42 reactionsread 7 August 2026 درته راغلی یم قربانه یو چاره مې وکړه
دزړه رنځوریمه درمانه یو چاره مې وکړه
دا ستا د سترګو د زمزم د اوبو تږی یمه
مړبه له تندې شم جانانه یوچاره مې وکړه
یو تنهایې دشپې بل دا ناسور زخمونه دزړه
له ستوروډک شنکی اسمانه یوچاره مې وکړه
ستاپه بایللو مې بایللې یاره ویرکړی دی
مرور ناست یمه له ځانه یوچاره مې وکړه
شبګیر وهلی زړه مې راوړلو په لویه تمه
دزړو طبیبه خوږ انسانه یوچاره مې وکړه
ځان سره ژاړم غلی غلی دیوچا نشتون کې
فاتح…
❤33🍓4💋3💯1🥰1
2 Aug 2026, 11:42 UTC310 views37 reactionsread 7 August 2026 استقلال!
ازادي ده خپلواکي ده استقلال دی
د حريت وړانګې خورې دې بل مشال دی
د سکون لمر را ختلی زموږ پر زړونو
وطن ښکلی باجمال دی باکمال دی
د اسد څلورويشتم د بريا ورځ ده
دې کې مات هغه ياغي کفري اشغال دی
ګران هېواد کړله نسکور مغرور سرونه
هر بچی یې غزنوي دی او ابدال دی
غيرتي دی د دې خاورې هر ساتونکی
آتلوال دی اسلامپال دی جهادپال دی
سپين نظامه دا ستا شتون دي زرکلن شي
هر وګړی دي بې حده مينوال دی
څۀ زرين تاريخ مو جوړ کړ…
❤29🍓3💔2🕊2🥰1
1 Aug 2026, 15:46 UTC298 views37 reactionsread 7 August 2026 نه په ما کې پخوانی شور او شرر سته
نه ستا سترګو کې د تیر په څېر اثر سته
نه هغسي مې د زړه ضربان په شور دي
نه مې زور اوس د زګیرویو د ځیګر سته
پوهیدم چې رابطې وژنې لګیا یې
پوهیدم چې په رویه کې دې هنر سته
پوهیدم چې هېروې مې او پرېږدې مې
پوهیدم چې شبګیرې راته له سر سته
ځه څه ګټه فیصلې دې درته وکړل،؟
نه دې زور د ځواني سته او نه دې زر سته
هغه خدای هغه زمین هغه آسمان دی
ستا نه کَرْ د نفرت سته او نې ثمر سته
شکر خپل قامت …
❤28🍓3💋3👏2🥰1
1 Aug 2026, 15:45 UTC249 views33 reactionsread 7 August 2026 غزل
پر زړه پروت مې د دردونو ازدهام دی
تا په سې مې ژوند ولېدلی له ارام دی
ورانه وې مې نور دنیا د خوشحالیو
غمو کړی زما پر لور باندي اقدام دی
زه دي مینه کې اشنا ولاړم ملنګ شوم
ستا تر اوسه لا پر ما اعتبار خام دی
د سلګو په بدرګه یې تېر ومه
انتظاره که سهار او که ماښام دی
د یو چا د ښایستو سترګو لپاره
قبول کړی مې په ځان هر یو الزام دی
هنر، روغه ورځ بیا هیڅ نه د لیدلې
آړولی چې پر سر د بېلتون جام دی
هنر افغان
❤26💋3👏2🍓1🥰1
1 Aug 2026, 15:45 UTC212 views34 reactionsread 7 August 2026 د امن زرین شال مو در پر سر کړ، آزادۍ
اسد څلرویشتمه کې مو خپل کړې سوکالۍ
وطنه! تاته کم نه یو راغلې وینې تویې شوې،
سرونه مو هم بېل کړل له وجوده د ځوانۍ
ای ګران افغانستانه! نور له تا مو یرغل ټول کړ،
پر سر باندي مو درکړه د حریت سپینه پګړۍ
شل کاله تاکې بلي د ظلمونو سرې لمبې وې
نور خلاص له هر تورتم شوې درته راغله څپلواکۍ
رسالت! خو زخمي شوم پر زړګي له ډېر درده،
دردونه مو دمه کړل، نن پر سر د خوشحالۍ
رسالت رسان
❤26💋3🍓2👏2🥰1
1 Aug 2026, 15:44 UTC231 views34 reactionsread 7 August 2026 لېوني تږې سندرې، د سراب ولټوي
را زرغون په کې د مېنې، انقلاب ولټوي
غرونه دښتې دریابونه،پاڼې پاڼې کتابونه
مرغلرې د هغوی دي، چې کتاب ولټوي
ډېر به ډوب وي په دریاب کې، د هرچا دا حق جوړیږي
چې اول اول تر ټولو، خپل غرقاب ولټوي
درناوی په کار د ټولو، که راټول دي پر غاټولو
که یې سر د زړه نرګس دی، که ګلاب ولټوي
که وږمې دي که نغمې دي، د خدای موسکې کرشمې دي
څوک یې غواړي له بلبلو، څوک رباب ولټوي
چې يې نور په زړه کې نه وي، نه ی…
❤26💋4👏2🍓1🥰1
1 Aug 2026, 15:43 UTC253 views34 reactionsread 7 August 2026 نه څوک د چا حال پوښتي او نه څه همغږي زړه ته
درد ته الوداع وایم تل نه راځي خوښي زړه ته
بې له تجربې په ساده ټکو پوهوم دې نن
حال مې نور ورته دی لکه کټ مټ لیوني زړه ته
زه ورمئنېږم کیفیت د ورین تندي باندې
نه ورننوځم خه او بد پسې بیخي زړه ته
بند پاتې د غم په دائره کې لا تر اوسه یم
څنګه تسلي ورکړم په مات زړه بل پردي زړه ته
غره غوندې احسان به یې پر ځان ومنم څوک به وي
لږه څه مسکا که چا راوکړه لیلامي زړه ته
وه یې نه بایلو…
❤26💋4👏2🍓1🥰1
1 Aug 2026, 15:42 UTC225 views32 reactionsread 7 August 2026 مرمه درپسي ده هجر ټال مي وړي
یمه زه کمزوري چي ستاخیال مي وړي
داغ وهلي زړه به هیڅ راجوړ نشي
وینوباندي سور دیار دسمال مي وړي
ډیر مي پټ ساتلي په سینه باندي
دغه یوارمان چي ذوالجلال مي وړي
دا سي ده غرمو تنـــدو وهلي یم
غـږ ده یو آذان په نوم بلال مي وړي
مخ کي مي له زړه نه درد وتلي وه
وس قـــرار قـرار لکه شمال مي وړي
بــــد لا دومره نه ومه مفتون هلال
ذهـن پخواني د عشق کمال مي وړي
مفتون هلال
❤24💋4👏2🍓1🥰1
30 Jul 2026, 16:26 UTC336 views38 reactionsread 7 August 2026 غزل:
که زه بیا تلمه، په رښتیا ځمه، راځه راپسې
ځان کړه، حساس واخله، قدم په اندازه راپسې
زه د مورکۍ په اجازه اخلم قدم سنګر ته،
د مور دعا ده، را روانه بس تازه راپسې
زما همت، غیرت ولاړ نن د الف غوندې دی،
لاسونه پورته کړئ، هر څوک پس له لمانځه راپسې
د زلزلې په شانې غږ به یې تر کلي رسې،
که تاسو واخلئ د شهید یار جنازه راپسې
ای رسالته پر سینه وار مې له یاره وسو،
له مخ خندان وو خو له شاه یې وه نېزه راپسې.
رسالت رسان
❤29💋4👏2💯2🥰1
30 Jul 2026, 16:25 UTC278 views33 reactionsread 7 August 2026 چې راوړي د قاتل مرغه وزرې په لاسو کي
له تورې یې جوړېږي ملغلرې په لاسو کي
ارمان د شهیدانو مې نیمګړی پاتې نه سو
چې وړي یې دښمنان ماتې ککرې، په لاسو کي
د دین غم ورسره او د وطن غم ورسره دی
ملاله چې راوړي زلمو ته زغرې په لاسو کي
د مینې تقاضی ده یو له بله ګلان وېشي
اوس نه ګرځوي څوک د اور بڅرې په لاسو کي
ما ولیدۀ د بدر د سنګسار اعلان چې وسو
را واخیستې رقیب درنې ډبرې په لاسو کي
محمد بدر
❤26👏2💋2💯2🥰1
Showing the 12 most recent of 21 posts we hold for @pashto_sharonaa1. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.