5 Aug 2026, 05:11 UTC50 views14 reactionsread 7 August 2026 تږي شاعران 30
مات میرات پراته دي بې علاجه بې درمل دي
غواړي د وصال باران عشاق وهلي جل دي
بوی ورنه د سویو ارمانونو پورته کېږي
دې چمن نوش کړې ښکاري ویني د بلبل دي
زه کله پتنګ شم کله دود کله ایرې شم
سل رقم اورونه مې په یو وجود کې بل دي
اوګورئ منکرو په هر آن کې نوی شان د رب
دلته سر په دار هلته خوبونه په څنګل دي
بس فرهادي عزم د جنون تر حده لاړ شي
کاڼو نه را ایستي چا نهرونه د عسل دی
پرې اېږده راشده خپل یې کار خپل یې ا…
❤6🏆4🕊4
4 Aug 2026, 21:32 UTC46 views1 reactionsread 7 August 2026 Forwarded from @Da_Khyal_Wazari
نوی لیست مو چمتو کړی نو عجله وکړﺉ ترڅو چینلونه مو داخل کړم چې لیست ډک نسې.
لاندې ایډي ته مو چینلونه ولېږﺉ
@Akasha_313
👍1
30 Jul 2026, 09:55 UTC136 views6 reactionsread 7 August 2026 لایکونه یې پرتاسو چې ترڅو...!
👍6
30 Jul 2026, 09:52 UTC130 views21 reactionsread 7 August 2026 په اندازه راپسې: تږي شاعران 29
که زه بیا تلمه، په رښتیا ځمه، راځه راپسې
ځان کړه، حساس واخله، قدم په اندازه راپسې
زه د مورکۍ په اجازه اخلم قدم سنګر ته،
د مور دعا ده، را روانه بس تازه راپسې
زما همت، غیرت ولاړ نن د الف غوندې دی،
لاسونه پورته کړئ، هر څوک پس له لمانځه راپسې
د زلزلې په شانې غږ به یې تر کلي رسې،
که تاسو واخلئ د شهید یار جنازه راپسې
ای رسالته پر سینه وار مې له یاره وسو،
له مخ خندان وو خو له شاه یې وه نې…
😭7🎉4💔4❤3💯2💋1
30 Jul 2026, 04:14 UTC124 views19 reactionsread 7 August 2026 غزل: تږي شاعران 28
چیغې نۀ وهم د چم خلک ویدۀ دي
درده ویلې شه، او اوښکه شه تؤدې شه
د اسمان په رقم هسک اوسه، کامیاب شه
خو د ځمکې عادت هم خپل کړه، ایرې شه
ځانه زۀ پۀ تا له ځانه ډېر مئین یم
پۀ سینه پورې دې نیسم رانږدې شه
ښائیسته شه، د جانان په رقم اوسه!
مثلاً، یا بابا جان شه، یا ادې شه!
احمد څۀ دی پخوانی افغانستان دی
د پرهر شونډې یې بندې شه، ویدې شه
مهاجر احمد ساپي
❤19
24 Jul 2026, 14:52 UTC177 views20 reactionsread 7 August 2026 غزل: تږي شاعران 27
په مخونو به یې شوې څه کانې وي
په کوم ښار کې چې نايابې اینې وي
حوصله مو لا بایللې نه ده وخته
اداګانې به دې پاتې څو دانې وي؟
سادګي وي د محل له ناز بېنیازه
د څېړۍ پاڼې په ژمي کې هم شنې وي
حسوي د څړیکو چیغې او دردونه
اورېدلې چې چا تورې زولنې وي
ډېر وګړي درد را وښوول انسه
نفرتونه به د کومې خېلخانې وي؟
انس حقاني
❤9💔6😭5
17 Jul 2026, 14:58 UTC227 views21 reactionsread 7 August 2026 تږي شاعران 26
چینار سوری شو د بلبل وزرې وسوځېدې
مالیاره څه شولې د ګل وزرې وسوځېدې
قاتله پیژنم دې مخ په پلو مه پټوه
ستا په لاسونو د کابل وزرې وسوځېدې
تاسې ویده وئ خلکو ما عجیب قیامت ولیده
پټکی شهید شو د اوربل وزرې وسوځېدې
چې ئې مجبور کړو مونږ ځانو پورې بارود وتړل
وګوره راشه د پا ګل وزرې وسوځېدې
څومره بدبخت دي او دا څومره بد نصیبه ښکاري
د چا چې وړاندې له منزل وزرې وسوځېدې
صابر څاروانه له میئنو سره وړاندې روان
که …
❤8👍4🍓3🏆3🕊3
13 Jul 2026, 11:23 UTC222 views21 reactionsread 7 August 2026 تږي شاعران 25
که د ورورۍ سوچ پښتانۀ ته راشي
نو لېوني بــه هـم لمانځۀ ته راشي
سـولـې چـې چا دې جنازه کړې وه
پـه ټـيټ نظـر بـه دې وادۀ ته راشي
غم دې زما په زړۀ کې داسې خوښ وي
لـکـه د ښــار مـاشوم چې غرۀ ته راشي
چـېرتـه چې مــړاوى ګلاب وګورمه
سـتا خوبولې سترګې زړۀ ته راشي
مفتونه ګران هېواد دې خداى اباد کړي
هــر مســافر دې خپل کالـۀ تـه راشي
اکرام الدين مفتون
❤6🤝4🏆3💯3🕊3👍2
1 Jul 2026, 13:14 UTC266 views19 reactionsread 7 August 2026 غزل: تږي شاعران 24
دا ستا پلونه څراغونه پر دې لاره پاته سوي
د ژوندون مسیر راښایي زموږ لپاره پاته سوي
قیمتي هغه سرونه وو چې پورته شول تر داره
قیمتي هغه مه بوله چې له داره پاته سوي
لا تر اوسه کوي څړیکې په زړګي کې تېر دردونه
اثرات خو دې تر اوسه لا پرهاره پاته سوي
لا د مینې تود احساس مې کله کله زړه کې کیږي
څو سکاره مې په سینه کې له انګاره پاته سوي
هغه ګرم دي چې وي یار د چا له خوا نه پاته سوی
هغه ګرم نه دي عرفانه چې …
❤13💯6
18 Jun 2026, 12:36 UTC309 views19 reactionsread 7 August 2026 تږي شاعران 23
چې ایمان دې وي ملګری غربت نشته
د وفا او خوږې مینې قیمت نشته
مِن و عَن مې حال احوال ورته بیان کړئ
د تشبیه، استعارې ضرورت نشته
ستا د تورو زلفو وږم یې مل نه دی
په هوا کې پخوانی شرارت نشته
هره څانګه د ژوندون ده باد وهلې
له غمونو هیڅ یو زړه سلامت نشته
ځان که خدای ته رسوې نو ځان کړه خاورې
نور په دې لاره کې بل ریاضت نشته
که مې هېر کړلې هر څه دې رانه هېر شي
څه به یاد کړم ستا له یاده فرصت نشته
شپه او ورځ…
❤12💋4🕊3
14 Jun 2026, 05:25 UTC311 views18 reactionsread 7 August 2026 غزل: تږي شاعران 22
دا چې ښکاري دې ړنې اوښکي بڼو کې
د چا یاد دې ګرځي بیا د زړه کوڅو کې
په وجود کې دې د درد څړکي نڅېږي
اخلي نوم د خوږ جانان وړو سلګو کې
ستا د مخ رنګونه ګرانه پکې نغښتي
د ګلاب غاټول نرګس په اننګو کې
شهید یار دې اوس د حورو کليوال دی
نور یې مه غواړه دیدن خړو حجرو کې
د انسان لپاره دغه درس کافي دی
ګوره یوځل چې را تیر شي په قبرو کې
چې په لاس کې بل څراغ د علم نه وي
ژوند د هغه تل هنره! وي تیارو کې
هنر اف…
💯7❤5🎉3🏆3
11 Jun 2026, 04:46 UTC305 views20 reactionsread 7 August 2026 Photo
غزل: تږي شاعران 21
چې نیکنامي دې پۀ جامه لیکې نو څۀ به لیکې؟
یا په پـــــخه لیکه 'خامه' لیکې نو څۀ به لیکې؟
پۀ خولې زاھد، په زړۀ کې تخې تخې عشق کاتبه!
تۀ چې زما عملــــــــــنامه لیکې نو څۀ به لیکې؟
جنون وي سـر جګول، سـر جنګول، سـر پرېکول
اوس کۀ دې ژوند ته پیلامه لیکې نو څۀ به لیکې؟
تاریخه! زیر شه پۀ نړۍ حکومت حق یې وو، خو
نن چې د تُرک په عمامه لیکې نو څۀ به لیکې؟
په دین غیرت، د دین ساتل پۀ عرب لیګ وو ګواه
اوس چ…
😭19❤1
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @Tazhi_Shaeran. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.