21 Jun 2026, 18:33 UTC76 views2 reactionsread 11 August 2026 *اخلاق او که علم غوره دی؟*
په ټوله کې اخلاق تر علم غوره دې؛ هغه کسان چې اخلاق لري او علم نه لرې ټولنې ته يې خير رسېږي، لارښود يې جوړېږي او هغه کسان چې علم یې ډېر وي او له اخلاقو بېبرخې وي ټولنې ته یې له شره پرته نو څه نه رسېږي.
علم انسان ته ځواک او قدرت بښي خو اخلاق دا ورته ښيي چې څنګ او چېرته یې وکاروي.
❤2
Signed 123758
21 Jun 2026, 16:33 UTC78 views2 reactionsread 11 August 2026 که غواړی چې د هغه کسانو عزم، استقامت او بريا لپاره رښتينی چمتووالی وازمويئ، نو کله چې هغه له تاسو څخه د مطالعې يا کومې اغېزناکې لارې د لارښوونې غوښتنه وکړي، سمدستي یې مه ورکوئ، لږ وخت ورکړئ، تر څو هغه احساس او انګېزه چې دغې لارې ته يې سوق کوي، لا پياوړي او پخه شي؛ ځکه هغه څوک چې يوه لاره د قوي عزم او ارادې له مخې وټاکي، د ناکامۍ او شاتګ چانسونه یې صفر ته راکښته کېږي او د ستونقپر وړاندې نه تسلیمېږي.
مختار
❤2
Signed 123758
19 Jun 2026, 10:34 UTC207 views2 reactionsread 11 August 2026 د بدو خبرو، ښکنځلو او بد ويلو پر وړاندې صبر، زغم او ثابت قدمي د بریاليو او مخکښو انسانانو له مهو نښو څخه دي.
ښکاره ده چې ژوند د تېروتنو، لوېدلو او دردونو نوم دی. بې له ستونزو او کړاوونو څخه مخ ته تګ ناشونی دی. انسان حتمې بېلابېلو کندو ته لوېږي، کله دردونونکو دسیسو ښکار کېږي، کله په لوړو او ژورو قدمو ږدي؛ خو تر ټولو سمه او نېغه لار صبر او زغم دی.
د صبر او زغم د ژوند هغه لارې لنډوي، چې په مستقيمه توګه انسان د بريا ت…
🥰2
Signed 123758
18 Jun 2026, 09:37 UTC51 views1 reactionsread 11 August 2026 دا چې نن د نوي سپوږمېز کال دويمه نېټه ده، موږ ته ښايي چې د راتلونکي کال لپاره د خپل ژوند، چارو، پرمختګ او بدلون لپاره کړنلاره او منظم ترتيب چمتو کړو، تر څو وکولای شو د پر مختګ پر لور په ډاډمنو او کوټلو ګامونو حرکت وکړو.
زه د راتلونکي کال لپاره د مطالعې او ليکوالۍ په برخه کې ته لاندې موخې او کړنلاره په نظر کې لرم:
ـ تر راتلونکي کاله د شلو ټوکو کتابونو مطالعه او لوستنه؛
ـ د پنځوسو تحقيقي او څېړنیزو مقالو ليکل(علی ق…
😍1
Signed 123758
18 Jun 2026, 09:37 UTC33 views1 reactionsread 11 August 2026 Photo
Photo, posted without a caption
🥰1
Signed 123758
18 Jun 2026, 06:40 UTC30 views1 reactionsread 11 August 2026 د پرېوتي فکر د ودې، ويښتيا او پياوړتيا لپاره کتاب لوستنه بنستيز رول لري.
کتابونه د پوهې دريابونه دی؛ په کتابونو کې هغه قیمتي ملغلرې او ياقوت موندل کېږي، چې د انسان د ژوند د پراختيا، سمون او بدلون لپاره ترې کار اخيستل کېدای شي.
په دقت، ترکیز او په همېشني توګه مطالعه کول نوښت، پنځونې او پرمختګ دروازې پرانیزي او انسان د دنيا او اخرت د سرلوړۍ، بريا او نېکمرغۍ لارې ورښيي.
مخ...
💯1
Signed 123758
17 Jun 2026, 10:36 UTC35 views2 reactionsread 11 August 2026 يو چا ليکلي و: د ښه ژوند کولو لپاره ځینې درک کړئ او ځینې بیا ترک کړئ.
رښتيا هم کوم کسان چې ستا د پرمختګ او موخې ته د رسېدو لارې اوږدوي هغه د خپل ژوند د قاموس نه لرې کړه او بيا په ښه توګه زرین ګامونه واخله.
او کوم څوک چې بيا ستا د لويو او وړو کارونو د ښه ترسره کولو لپاره شاته پوره پوره لاس لري او په ورځني توګه درته لارښوونې کوي، ستا هر نوښت او پنځونه په مثبتو سترګو ګوري، انتقاد او نیوکه کې یې ستا ارزښتونه په پام کې ن…
💯2
Signed 123758
16 Jun 2026, 16:18 UTC35 views3 reactionsread 11 August 2026 چې د بلال غوندې پر شریعت او اسلام باندې ټينګ شې؛ نو د ژوند ستونزې به په نشت حساب شې او ژوند به د هرې ښې ورځې کوربه وي.
🥰3
Signed 123758
11 Jun 2026, 19:03 UTC62 views2 reactionsread 11 August 2026 قلموالو! د قلم حق ادا کړئ!
قلم د فکري قيادت وياند دی.
د خپلې ټولنې د بنسټیزې ستنې (ځوانانو) د فکرونو په تنوير کې خپله پوره پوره ونډه واخلئ، ليکنې وکړئ او په هره برخه کې د قلم د نوک په ذرېعه د لوېدلو او منحرف شويو زړونو ته سيده لاره وښايئ
❤1🥰1
Signed رواحة
3 Jun 2026, 15:41 UTC144 views4 reactionsread 11 August 2026 په نورو ورځو کې هم د اختر په څېر مينه ټولنه د يووالي په لور خوځوي
مختار احمد
انسان مدني الطبع دی او دا خوښوي چې ورسره مینه وشي، ارزښت ورکول شي او په ټولنه کې د لوړ مقام څښتن وي. کله چې د ټولنې ټول وګړي په خپلو منځونو کې د مينې، محبت او ورورولۍ تارونه پيوند کړي؛ نو څوک هڅه نه کوي چې دغه يووالی مختل کړي او له منځه يې يوسي، بلکې هڅه کوي تر څو نوره ترقي ورکړي، هغه اسباب په کار اچوي چې د يووالي رسۍ ټينګوي، د ستونزو او ت…
🥰4
Signed 123758
3 Jun 2026, 15:41 UTC71 viewsread 11 August 2026 Photo
د شریعت ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې..!
Signed 123758
25 May 2026, 05:34 UTC225 views4 reactionsread 11 August 2026 Photo
د شریعت ورځپاڼې په نننۍ ګڼه کې..!
❤3💯1
Signed 123758
Showing the 12 most recent of 20 posts we hold for @Shahab_coom. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.