7 Aug 2026, 14:07 UTC16 views6 reactionsread 7 August 2026 د اسد 24
پــــه شهــیدو ویـنو رنـګ یــي تاریـخونه
تل دې هسک وې د افغان سپین بیرغونه
نه مو سر د استبداد مخې ته ټیټ شوی
مات مو کړل د استعمار ټول طاقتونه
د اســد څلــــورویشــتمه مـو شاهد ده
چې مو تس نس کړل د یرغل لښکرونه
له پامــیره تر شمشاد د ننګ نغمي دې
دښتي غرونه وایــي یوشان تکبرونه
د نصـــرت آغا قلــم دې تل ځــلېـږي
چي ژوندې ساتي د افـغان لوړ ننګونه
نصرت آغا طالب
#الکوثر_بصري_څانګه
💯3❤1❤🔥1🥰1
7 Aug 2026, 14:07 UTC15 views2 reactionsread 7 August 2026 😢😢
ټول به راټول وي، یو قیصه به کوي،
بعضې به ګوري، تماشه به کوي.
که پر څلورو اوږو بار یې کړمه،
زما د وجود هم جنازه به کوي.
تاسو نن ما هم بېدیدنه مه وړئ،
بیا به څوک شپې پر هدیره به کوي
غم به زما هېڅوک ګاللای نه سي،
خبرې ستورو ته په شپه به کوي.
یار به په کور، کلي کې چیغې وکړي،
که یار خبر شو، نو سکته به کوي.
په لپو لپو اوښکې ماتې به کړي،
رسالت، ژوند ته خاتمه به کوي.
رسالت رسان
#الکوثر_بصري_څانګه
❤1🥰1
7 Aug 2026, 14:06 UTC14 views2 reactionsread 7 August 2026 له دردو جـوړه قیصه ده بل څه نسته
دغم شپه ده لا اوږده ده بل څه نسته
خیال اوفِکر مې سپوږمئ سره لګیادې
دسپین ستورو تماشه ده بل څه نسته
پـه خالې تصویـر مي تنـده نه ماتیـږې
یاد دې زما سره میلمه ده بل څه نسته
دوصال ارمان دي زړه کې ګـرځـه ومه
دمـړو اوښـکو ننـداره ده بل څـه نسته
یوګــړئ مې بې لتا هیڅ نــه تیریـــږې
دغمـــو بله ډیـــــوه ده بل څـه نسته
تــه یــه ومـنه لالیه چې ښـه نـــه دئ
عـبیده زخمې سینه ده بل څـــه …
❤1🥰1
7 Aug 2026, 14:05 UTC15 views2 reactionsread 7 August 2026 استقلال
حریت وهـــــلئ دوطـــن پر زنه خال استقلال
دمظلوم چیــغه او آذان دی دبــــلال استقلال
داســتر ارمان و دمنصور اود رهـــبر دادالله
هم دعــــــمر اســـتاد یاسر اود جلال استقلال
وینـو یې رانګ راوړدتلل یــو شهیدانو زلمو
ګوره بې څه نه دی زموږه استقلال استقلال
موږ دتاریخ په سپینه پاڼه کې معلوم خلک یو
زکه ګټونکې یو د داسې ژوند برحال استقلال
الهامه مــــــوږه قــربانۍ بــې انــتها ورکــړي
نه موګټلۍ دی په مفته نه…
❤1🥰1
6 Aug 2026, 18:51 UTC46 views5 reactionsread 7 August 2026 غزل!!!!
له هغه تیر شه قربان بله تقاضا دي څه ده؟
شبنم چي نه وي وایه ګله تقاضا دي څه ده؟
سترګي دي پرانیزه چي بېلګه دي ته وینې کنه
په ښائستونو بار کابله تقاضا دي څه ده؟
زړه درته نه ښه کوي مړښکاري احساس دخلګو
چاته نغمې کوې بلبله تقاضا دي څه ده؟
پر صفا ځمکه به په و وینې اطراف د اسمان
که دي وه یار لره ویله تقاضا دي څه ده؟
عشاقو کډه کړې نور یې په خوند نه پوهیږي
خبیبه بس دي کړه غزله تقاضا دي څه ده؟
طالب خبیب اِلیاسین
#…
❤3🥰2
6 Aug 2026, 16:30 UTC46 views3 reactionsread 7 August 2026 د نظام مخالیفینو ته!!!!!
د ســمیع سادات د څـــو بچــو ســـر پــرېکول، کوو
دا ځـل بخښل نشـــته پــــر میـــــډیا دغه ویل، کوو
دا فکر دي نۀ وهي چي بیا بۀ مــو معاف کړي دوئ
څوک چي مو ګلان ولـــي تــــر داره پورې وړل، کوو
مـــــوږ نۀ پۀ بمـــبار نۀ په زنـــــدان بانــــدي پر وا کوو
څوک چي امن نۀ پرېږدي پر زړۀ زړۀ یې وشتل، کوو
ځیـــنې شـــوه تســلیم ځینې پۀ تېښته بریالي شولۀ
بیا که ټــــوپــــک واخـــلي د سرو بۀ یـــ…
❤1💯1🥰1
6 Aug 2026, 16:30 UTC39 views4 reactionsread 7 August 2026 غزل!!
زۀ پۀ خپل حال او کۀ پۀ تا وژاړم
پۀ چا زړۀ وخورم او پۀ چا وژاړم؟
زۀ چې خالي لاسونه کور ته راشم
چې مې بچي شي پۀ ژړا، وژاړم
د ثروتمندو وي ښۀ ډیر ملګري
زۀ پۀ تنګسه کې یک تنها وژاړم
چاته له چانه ګيله وکړم او زۀ؟
د چا پۀ جبر او جفا وژاړم
له مانه خپله بې وسې هېره شي
پۀ درد د نورو چې اشنا وژاړم
شي را پۀ زړۀ خپله بايللې مینه
یار چې له یاره شي جدا وژاړم
کاش مورې بیا درته ماشوم شم، او تۀ
بیا راته ناز راکړې، او بیا …
❤2🥰2
6 Aug 2026, 11:45 UTC48 views4 reactionsread 7 August 2026 شه تبریک مو استــــقلال
تبریک شه افغانانو دامو کړی لوی کــــــمال
په تش لاس مو رڼا کړلو تورتم دتور اشغال
اسدڅلورویشتم کی شـو دکفر قانون ټـــول
په دی ورځ کی راغــــــلی دظالم جابر زوال
شه تبریک مو استــــقلال شه تبریک مو استقلال2
دبوری مورکۍ زړه شولو تسل په دغه ورځ
ورک شوی دی دتـوری بلا پـــل په دغه ورځ
طالب دکابل جان پــه زنه ایښی شنکی خال
شه تبریک مو استــــقلال شه تبریک مو استقلال2
راغلی دشهید زوی تر مزاره په سل…
🥰3❤1
5 Aug 2026, 18:12 UTC65 views5 reactionsread 7 August 2026 خبري!!!!!!
دا چي هر دښمن تۀ مـو خبــري سپیني سپینې، دي
زموږ پر دې نظام باندي توی شــوي ډېري وینې، دي
ستـــرګــــي حیـاداري دي لــۀ زړو نفــــرت وتلی دی
دلـــته فـــساد نــــشـــته مــالۍ مــــو قــدرمنې، دي
دا چي رقـــیبان ټیــنګېدای نۀ شي د هېـواد زړۀ کي
ځــــکه پۀ مــوږ ډکـي لـــر او بــر د غــــرو لمنې، دي
جوړ چي دا پرهر پرهر ښارونه شوۀ پۀ لږ وخت کې
هر زلمي راخیستي پۀ اخلاص څو تار او ستنې، دي
دا د مـــــلا عـ…
❤2💯2🥰1
5 Aug 2026, 18:11 UTC61 views3 reactionsread 7 August 2026 داسد څلورویشتمه
د مظلوم اولس څهره کی علامه دامنیت ده
زمزمه یی اوس په خولو کی کلیمه دامنیت ده
دا ورځ داستقلال ده او داورځ دآزادی ده
داسد څلورویشـــــــتمه پیلامه دامنیت ده
دخوښیو بلبلان نڅیږی زړونه ډیر خوشحال وی
دتوحید بیرغ مو لاس کی بدرګه دامنیت ده
بی موسمه یو اختر دی د اولس ارمان پوره ده
له هر اړخه ښکلا اوری چی صحنه د امنیت ده
دکفر ټغر ټول دی نفاق مینی ته اوښــــــــــــتی
محـــــبت باندی پوښلی یوه تحفه د امنی…
❤2🥰1
5 Aug 2026, 08:20 UTC68 views4 reactionsread 7 August 2026 په وینو چی راغلی استقلال مبارک
زخمی زخمی وطنه سفین هلال مبارک
اسد څلورویشتمه24 دابریا دی مبارک شه
دروغ صیحت خاونده زرغون شال مبارک
دپاک الله نصرت وو چی موماته کړه ناټو
ده ورک شهید ده وینو زرین خال مبارک
مرحوم ملا عمره تاته هم زیرۍ کومه
وتاته ستا ده پاتی وطن حال مبارک
شهیدمنصوره ستاایری ایری وجودته هم
ده ورک استادیاسر اودجلال مبارک
فدایی حیات الله ستادی هم شی مبارک
دهرشهـــید مزار اوده دسـ،ــمال مبارک
چکفاین بان…
❤2🥰2
5 Aug 2026, 08:19 UTC68 views2 reactionsread 7 August 2026 هیواده//
دامن په رنجو دي سترګې تورې دي هیواده
دا غرونه سردرې دي په زړه پورې دي هیواده
چي ستا زخمې وجود ته هیڅ پټئ نشوه وطنه
هغه خلګ دي شکر په بل لورې دي هیواده
تاریخ کې دي لیکلئ دغیرت ننګ او نشان دی
غربې امپراتورئ دلته نسکورې دي هیواده
دا سپین بیرغ چې رپې نن دارګ په دیوالونو
شِندلې مو ځوانۍ خاص لکه ستورې دي هیواده
طالب چې له سنګره ستا ترغیږه پـورې راغلئ
دا کړي دعاګانې ادې مــورې دي هیواده
په ژونــد به بیا رانشې…
❤1🥰1
Showing the 12 most recent of 24 posts we hold for @Alkowsar_Basry_Sangah. View and reaction counts are the latest single reading for each post, not a live figure, and a recent post is still accumulating both. A view count marked ≈ was rounded by Telegram before we ever saw it — t.me prints views in full below 1,000 and to three significant figures above, so ≈1,200,000 means somewhere between 1,150,000 and 1,249,999. Unmarked counts are exact. Text is reproduced from the public post preview and truncated for length.